په سوات کي بيا موسيقي ږغيږي
۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبهاعلان
په سوات کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هنرمندان د گناه کارانو په توگه پېژندل کېده او موسیقي غیر اسلامي بلل کیده. خو پنځه کاله دمخه له دغې درې څخه د طالبانو تر ایستلو وروسته د حمیدې د کورنۍ په شان سندرغاړو او هنرمندانو بیرته خپل ټاټوبي ته مخه کړې ده. ۱۴کلنه حميده له خپلي خور سره اتڼ زده کوي او غواړي له دې لاري کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي. د حميدې کورنۍ له سوات درې څخه په ۲۰۰۸م کال کي له هغه وروسته ووتل چې مشهوره هنرمنده شبانه ووژل سوه.