په سنگين کې 10 تنه مشکوک طالبان ووژل شول
۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۱, جمعهاعلان
طالبانو د امريکايي او افغاني ځواکونو په يوزې گزمې باندې په هلمند کې بريد وکړ او د متقابلو ډزو او هوايي بريدونو په ترڅ کې لس تنه اورپکي ووژل شو. دغه څرگندونې د سنگين د ولسوالۍ يوه تن اوسېدونکي غزت الله خان وکړې. بريدگي جيم ويلټ، د ايتلافي ځواکونو يو وياند دا خبره تاييد کړه چې د ټلوالې ځواکونه په سيمه کې په آخ و ډبونو کې ښکېل ول، ولې زياته يې کړه چې دی نور جزيات نه لري.