«په سنگين کي پر واده د يرغل مسئولان ونيول سول»
۱۳۹۳ دی ۱۲, جمعه
افغان چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲مه) ويلي دي چي په سنگين والسوالۍ کي پر واده باندي د هوانونو توغولو په تور ئې دوه عکسر نيولي او يوې نظامي محکمې ته سپارلي دي.
د هوانونو په دغه يرغل کي د زوم په کور کي تر ۲۵ زيات انسانان ووژل سول چي ډير ئې ښځي او کوچنيان ول، او د ناوي په گډون تر ۴۵ زيات ټپيان سول.
د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار ويلي دي: «د ملي اردو دغه دوه عسکر چي د هوانونو د توغولو په تور نيول سوي دي، نظامي محکمې ته سپارل سوي دي.»
د افغانستان ملي اردو ويلي دي چي پر هغه پوسته باندي چي هوانونه ئې توغولي دي، وسله والو طالبانو يرغل کړی وو. دوی وايي دغه پوسته د واده کلي ته نژدې ده.
د آلمان خبري آژانس د هلمند د امنيتي قوماندانۍ د وياند فريد عبيد په حواله ليکلي دي: «پر دغي پوستې باندي د وسله والو طالبانو تر يرغل وروسته عکسرو د هغوی پر پټنځاينو باندي هوانونه وتوغول، چي هغه د واده پر کور باندي برابر سول.»
د هلمند اوسېدونکو په یوه احتجاج کي د دغي پيښي د پلټنو غوښتنه کړې او ددغه ولايت د سياسي چارواکو د گوښه کولو آواز ئې پورته کړی دئ.
وسله والو طالبانو هم دغه يرغل غندلی دی. خو د ملگرو ملتونو د وروستي راپور له مخي په افغانستان کي د ملکي تلفاتو د ډيري برخي مسئوليت د وسله والو طالبانو پر غاړه ور اچول سوی دئ.
د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په ۲۰۱۴م کال کي په افغانستان کي نزدې ۱۰زره ملکي وگړي وژل سوي دي.
بان کي مون بريد وغانده
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د سنگين ولسوالۍ د واده په مراسمو کي د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمشريکي اعلان کړې ده.
په نيويارک کي د ملگرو ملتونو له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي، چي عمومي منشي بان کي مون دغه پيښه غندلې او له افغان حکومت څخه ئې غوښتي دي، چي د پيښي مسئولان عدالت ته راکش کړي.
دغه يرغل يوازي څو ساعته تر هغه دمخه تر سره سو، چي جمهور رئيس محمد اشرف غني د ټول هيواد د بشپړ امنيتي مسئوليت د پرغاړه اخيستلو مراسيم ولمانځل او افغان امنيتي ځواک ته ئې مبارکي وويله.
اشرف غني دا يوه «غمجنه پيښه» بللې ده.