1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سنگين کي د پوليسو پر پوستو سخت جنگ روان دی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه

د هلمند چارواکي وايي چي د دغه ولايت په سنگين ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو يرغل کړی او ۱۰ تنه پوليس ئې وژلي دي. ويل کيږي چي طالبانو د پوليسو درې د تلاښۍ پوستې نيولي دي.

https://p.dw.com/p/1FVfh
انځور: Getty Images/Afp/Rahmatullah Alizada

د هلمند ولايت د همږغۍ مسئول محمد اسماعيل هوتک اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي طالبانو د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۲۴مه) په سنگين ولسوالۍ کي د پوليسو درې پوستې نيولي دي او اوس پر نورو پوستو باندي يرغلونه کوي.

هوتک ويلي دي چي په دغه يرغل کي ۱۰ پوليس وژل سوي او ۱۶ نور ټپيان سوي دي. خو د سنگين د پوليسو مشر حاجي باري، بيا ويلي دي چي دوی ته د ۱۳ پوليسو جسدونه پراته او ۱۵ نور ټپيان دي او جنگ روان دئ.

باري ويلي دي: «په سنگين ولسوالۍ کي د پوليسو د پوستو ۸۰ سلنه برخه د دوی په کنترول کي ده او اوس جنگ پر دوو پوستو باندي روان دئ.»

حاجي باري، زیاته کړې ده: «د طالب جنگياليو شمېر زيات دئ او په ټول قدرت سره جنگیږي، دغه يرغلونه ښيي چي دوی په قوي حالت کي دي او مقاومت کوي.»

افغان امنيتي ځواک مخکي له دې چي په افغانستا کي په اصطلاح د جنگ موسم پيل سي د خپل قدرت ښوولو له پاره نزدې درې مياشتي په هلمند ولايت کي د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات وکړل. طالبانو د اپريل مياشتي پر ۲۴مه د خپلو عملياتو د پيل اعلان وکړ.

د افغانستان په ليري پرتو ولسواليو کي نزدې هر وخت د پوليسو پر پوستو باندي يرغلونه کيږي. دا چي دوی د افغان پوځ په شان پوره پوځي تجهيزات په اختيار کي نه لري د مرگ ژوبلو شمېر هم زيات وي او وسله وال طالبان زړه ورکوي.