په سمنگان کي د ټاکنو کمېسيون کار کوونکي وژل سوي
۱۳۹۳ خرداد ۲۵, یکشنبهد سمنگان والي خيرالله انوش رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي تير ماښام د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي د ټاکنو کمېسيون درې تنه محلي کارکوونکي او ولسمشرۍ ته د کانديد عبدالله دوه تنه څاروکي وژل سوي دي. ويل کيږي چي په قربانيانو کي ښځي هم شاملي دي.
بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد ايوب سالنگي ويلي دي چي وسله والو کسانو په هرات ولايت کي د لسو کسانو رايه ورکوونکو گوټي پرې کړي دي. هغه په خپله تويتر پاڼه کي ليکلي دي چي ټپيان روغتون ته انتقال سوي دي.
د افغانستان په ټاکنو کي د گوټی له رنگه ځکه کار اخيستل کيږي چي د دوهم وار رايه ورکولو مخنيوی وسي. دغه رنگ څو ورځي پر گوته باندي پاتيږي.
په ميليونونو افغانان د وسله والو طالبانو له گواښونو سره سره يې بیا هم د شنبې په ورځ د جمهوري رياست په وهم پړاو ټاکنو کي گډون وکړ. د افغانانو د غه هوډ چي له ټولو گواښونو سره سره به په ټاکنو کي گډون کوي په نړيواله کچه ستايل سوی دی او دا يې د ديموکراسۍ پر لور يو «ستر گام» بللی دی.
افغان چارواکو ويلي دي چي، که څه هم د ټاکنو په ورځ کومه ستره امنيتي پيښه رامنځ ته سوې نه ده چي د ټاکنو د گډوډيو سبب سوې وای خو بيا هم يو شمېر چاودني او يرغلونه سوي دي چي تلفات يې هم لرل.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير مرستيال ويلي دي چي د انتخاباتو د ورځي په پيښو کي د ياغيانو په گډون ۶۶ تنه وژل سوي دي. سالنگي ويلي دي: «موږ دا تائيدوو چي په ټول هيواد کي ۱۵۰ بريدونه ترسره سوي دي.»
د سالنگي په خبره د تيري ورځي په پيښو کي ۱۱ پوليس ۱۵ تنه عسکر ۲۰ تنه ملکي وگړي يو تن د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکی او ۱۹ تنه ياغيان وژل سوي دي. ډير کسان د انتخاباتو په ورځ د ياغيانو په راکټي بريدونو او چاودنو کي وژل سوي دي.