1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سمنګان کې د سمنټو فابریکه جوړیږي

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

د سمنگان ولایت د چارواکو په وینا په دغه فابریکه کې به دوو زرو تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي. په پام کې ده چې د دغه پروژې عملي کارونه به ډیر ژر پیل شي.

https://p.dw.com/p/15ogF

د دغه ولایت دولتي چارواکي وایې، چې هغه ژمنې چې تیر کال مرکزي دولت د دغه فابرېکې د جوړولو په برخه کې کړې وې، عملي کارونه ئې د پیلدو په حال کې دي.

ویل کیږي چې سمنگان په هغه ولایتونو کې شمیرل کیږي چې په تیرو څو کلونو کې پر بهرنیو مالي مرستو سربیره هم ورته د پام وړ پاملرنه نه ده شوې. په دغه ولایت کې لویه ستونزه بیکاري ده چې خلک ترې سر ټکوي. خو سیمه ییز چارواکي په اوسني وخت کې د سمنټو د فابریکې جوړیدو ته خوشبینه دي.

د سمنګان ولایت والي خیر الله انوش، دویچه ویله پښتو انټرنیټ پاڼې ته وویل چې په تیرو لسو کلونو کې لکه څرنګه چې لازمه وه د دغه ولایت اقتصادي ودې ته پاملرنه ده شوی. د هغه په وینا په دغه ولایت کې د سمنټو د فابریکې جوړیدل د خوشحالۍ خبره ده.

«د کانونو او صنایعو وزرات موږ ته اطمینا راکړی دئ چې دلته به د سمنټو یوه فابریکه جوړه کړي او شاوخوا ۲۰۰۰ تنو به پکښې د کار کولو زمینه هم برابره شي. چې دا به د ولایت پر اقتصادي ودې ډیر مثبت تاثیر ولري.»

د ښا غلې انو ش په وینا پر دغه فابریکه باندې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالره لگښت راځي چې د کانونو او صنایعو د وزارت له خوا ورکول کیږي.

له بلې خوا د سمنګان ولایت اوسیدونکي هم د تولیدي فابریکو جوړول د امنیت په برخه کې مثبت گام بولي. د ایبک ښار یو اوسیدونکي حلیم، دویچه ویله ته وویل: «که چیرې فابریکې جوړې شي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي نو امنیت به هم ښه شي، ځکه چې د ناامنې یو ستر لامل بېکاري ده.»

په سمنگان ولایت کې د سمنټو پر کان سربیره، د قیمتي ډبر، نفتي توکو او د ډبرو د سکرو کانونه پکښې هم شته.

عبدالحمید صافی/ مزارشریف
کتونکی: سید ریاض