1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلو کی اویا افغانان فقر، وزګاري او ویجاړ اقتصاد د پرله پسی ناآراميو او جګړو اساسی علت بولي

۱۳۸۸ آبان ۲۷, چهارشنبه

Oxfam په افغانستان کی د اوياومي لسيزي د پاي راهیسي د روانو لانجو اوشخړو دعلتونو په اړه يوه احصايوي ولس پو ښتنه کړی.

https://p.dw.com/p/KZZg
انځور: AP Graphics

چي د دغي احصایوی ولس پو ښتنۍ په نتیجه کی په سلو کی اویا پوښتل شوي افغانان نارینه او ښځۍ په دي عقیده دی چی فقر وزګاري او په هیواد کی ویجاړ اقتصادي وضع دپرله پسی ناآراميو او جګړو اساسی علت بلل کیږی.

دغه خبر نن په لندن کی Oxfam په نامه خيریه مرستندويي ټولنۍ له خوا خپور شوی دی. په خبر کي داهم ويل شوی چي دهغه افغانانو څخه چي پوښتل شوي، نيمايي يي په دی عقیده دی چی دروانو لانجو او ناآراميو بل علت په دی کی نغښتي چي حکومت ضعيفه او بي اداري حکومت دی ، دبډي اخيستل او اختلاص په هیواد کی يوه ورځنۍ عادی موضوع ګرځيدلۍ. او د پوښتل شوو کسانو له ډلۍ څخه هر دريم نپر بيا وايی چی په ناآراميو اصلی ګرم کسان تند لاري طالبان دی . او د پوښتل شو کسانو له ډلۍ څخه هر څلورم نفر په دی عقيده دی چي په افغانستان کی د ناآراميو علت دا دی چی بهرنی هیوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کی ګوتی وهي.

دOxfam په نامه مرستندويي خيریه ټولنۍ په افغانستان کی دغه احصايوی ولس پوښتنه د ۷۰۴ افغانانو څخه کړی ده.

د دغه احصايوی ولس پو ښتنی څخه دا هم څرګندیږی چی څنګه او څومره زيات افغانان د زور زياتيو قربانیان دی. د تيرو ۳۰ کلونو په اوږدو کی لږ تر لږه هر پنځم افغان وهل خوړلي او بيځايه زورول شوی او هر لسم افغان لږ ترلږه يو وار بندی شوي دي . د افغان ولس د څلورو برخو څخه دريمه برخه د تيرو ۳۰ کلونو په اوږدو کی دي ته اړ شوی چی د خپلو اصلي ټاټوبو څخه بهر وتښتی.

او په افغانستان کي به ډیر لږ داسي کسان وی چی هغوی ته دبيځایه بند یا نورو نارواو په مقابل کي چا تاوان ورکړي وی . ښايي به سلو کی يو نپر وي چی هغه ته له دی امله څه شی رسیدلی وی .

په دغه ولس پوښتنه کی قاطع اکثريت په دی عقیده دی ، چی بايد په افغانستان کی داسی يو قانوني دولت منځ ته راشی ، چي دټو لنيز ژوند په ټولو برخو کی قوام پيدا کړی . په تيره بيا بايد په دغه هيواد کي بايد هغه دود پاي ته ورسيږی چی لږ تر لږه له ډيرشو کالو نه را پدیخوا په دغه هیوا د کي رواج موندلی او هغه دادي چي سياسی، مذهبي او نورو بانفوذو جګړه سالارانو ته که په هرڅه تورن وي څوک تری پوښتنه نه کوی او هغوي دیو خاص مصونیت څخه برخمن دی.

د افغانستان ولس د بډي اخيستلو، اختلاص او د جګړه سالارانو د خود کامګيو له امله په اصطلا په سوګمو راغلی دی.

خو د Oxfam مرستندويی ټولنۍ دمشري Barbara Stocking په عقیده تر څو چی په افغانستان کی د دغه اقتصادی، ټولنيزو او روحي دردونو درملنه کیږی، ډیر وخت به په کار وی او بيا دا وايی چی نړیواله ټولنه هم بايد دا زده کړی چی افغانستان ته د زیاتو عسکرو د ليږلو څخه پرته د هيواد نوري اړتياړوي هم لري.

ضيا الحق فضلی
کتونکی: يحيی وردک