په سلواکيا کې مطاهرې روانې دي
۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبهاعلان
په سلواکیا کې بیا په زرګونو کسانو په مظاهرو لاس پورې کړی دی، چې د صدراعظم یانیڅ یانسا، او د لوبیانا ښار د ښاروال څوران یانوکوویچ، پر ضد اعتراضونه وکړي.
پر دوی دواړو باندې د رشوت اخیستلو او اختلاس تورونه لګیدلي دي. د سلواکیا قضایي قوې د دغو دوو چارواکو پر وړاندې څو ورځې مخکې څیړنې په لاره واچولې.
د دغو دواړو چارواکو بانکي حسابونو ته ډیرې داسې پېسې تللي دي چې هغوی یې منبع نه شي تشریح کولای.