1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلوانیا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو تر سره کیږي

۱۳۹۱ آذر ۱۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16uOO

د سلوانیا هیواد چې په ژور اقتصادي بحران کې راگیر دی، په کې د یکشنې د ورځې څخه د ولسمشرې د ټاکنو دویم پړاو پیلیږي. د رپوټونو په حواله د سوسیال دموکراتانو پخوانی لومړی وزیر، بورت پاهور، په دغه ټاکنو کې د بریا چانس لري. هغه د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې د نومبر د میاشتې پر یوولسمه نیټه تر سره شوې وې ۴۰ سلنه رایې گټلې وي او په دې شان سره یې اوسنی ولسمشر دانیلو تورک، چې ۳۶ سلنه رایې یې گټلې وې شاته پریښی وو.

پاهور چې د سوسیال دموکراتانو نوماند دی د یو شمیر وړو گوندونو د ائتلاف ملاتړ هم له ځانه سره لري. د تر سره شوو ارزونو له مخې د رایې ورکوونکو شمیر ډیر کم دی. تیره اونۍ په لسگونو زرو کسانو په اجمتاعي پروگرامونو کې د کموالي د راوستلو له امله هم د دولت او هم د اپوزیسیون پر وړاندې لاریون تر سره کړی وو.