په سعودي عربستان کې ناآرامي رامنځ ته شوې
۱۳۹۴ دی ۱۴, دوشنبهد سعودی عربستان د حکومتي خبري آژانس SPA د رپوټ له مخې نوموړې حمله د یکشنبې په ماښام د دغه هیواد په ختیځ د «عوامیه» په ښارگوتي کې تر سره شوې ده. ویل شوي دي چې یو ولسي وگړی وژل شوی او یو اته کلن ماشوم ټپي شوی دی. دا چې د پولیسو څخه کوم یو ټپي او یا مړ شوی دی، په رپوټ کې کومه یادونه نه ده شوی.
د شنبه په ورځ د ۵۶ کلن شیخ نمر باقر النمر او ۴۶ تنو مشکوک ترهگرو اعدام په سیمه کې ډير سخت تاوترخیوالی او د لویدیځ له خوا سخت انتقاونه راوپارول. د سیمی د دوو سیالو قدرتونو، سعودی عربستان او ایران تر منیځ دیپلوماتي اړیکې ترینګلې شوې دي او سعودیانو خپل سفیر له تهران څخه راوغوښت او په سعودی عربستان کې د ایران سفیر ته یې د وتلو امر صادر کړ.
د سعودی د شاهي کورنۍ انتقاد کونکي
شیعه مذهبی مشر النمر، د سعودي عربستان د سخت محافظه پال سني شاهي کورنۍ یو سرسخت انتقاد کونکي وو. د ۲۰۱۱ کال د عربي پسرلي په ترځ کې هغه له سعودي عربستان څخه د ختیځو سیمو «کتیف او الحساء» چیرته چې کابو اکثریت دوه ملیونه اوسیدونکي یې شعیه مسلمانان دي، د بیلتون لپاره غږ وکړ.
د النمر د اعدام پر وړاندې د احتجاج په توگه په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت هجوم یوړل شوو او یوې برخې ته یې اور واچول شو.
د ریاض پر ضد احتجاج
د شنبې د ورځې د اعدامونو څخه وروسته د نړۍ په یو گڼ شمیر هیوادونو کې د ریاض پرضد په احتجاجونو لاس پورې شو. په تهران کې په سلهاو احتجاج کوونکو د سعودي عربستان پر سفارت حمله وکړه او د هغه ودانۍ ته یې اورلن مواد غوځارکړل. د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا څه نا څه ۱۵۰۰ احتجاج کونکي د سعودی عربستان په ضد سړکونو ته ووتل. د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یې، د «خدای د انتقام» اخیستلو څخه خبرداری ورکړ. ولسمشر حسن روحاني دغه اعدام د سعودیانو د یو «غیر اسلامي» عمل په توگه یاد کړ.
په سیمه کې د قدرت د لاس برتوب جگړه
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب څخه را په دې خوا د ریاض او تهران اړیکې له کشالې سره مخامخ دي. ریاض تل تهران تورنوي چې د سعودی عربستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. دغه دواړه دولتونه په سیمه کې مختلف اهداف او گټي تعقیبوي. دا په سوریه او یمن کې د روانو کړکیچونو څخه څرگندیږي. تهران د ریاض پر خلاف په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم او په یمن کې له حوثي یاغیانو څخه ملاتړ کوي. سعودي عرب د حوثي یاغاینو پر ضد د یو پوځي ائتلاف مشرې پرغاړه لري.