په سربستان کي دوه افغان مهاجر وژل سوي
۱۳۹۵ دی ۹, پنجشنبهد سربستان دولتي تلويزيون نن د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ چي د مهاجرو د قاچاق يو موټر له پوليسو څخه د تېښتي پرمهال له کنتروله وتلی او چپه سوی دئ. پېښه د الکسيناتس ښار ته نژدې پر لويه لاره رامنځ ته سوې ده.
ويل سوي دي چي په وژل سوو کسانو کي يو کوچنی هم شامل دی.
پوليسو په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي دوه ئې افغانان دي. د پوليسو په خبره پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې ده چي دغه موټر د سړک د غاړي له کټارې سره ټکر سوی دئ. ويل سوي دي چي موټروان تښتېدلی دئ.
ويل سوي دي چي په دغه موټر کي لس کسان نور ټپيان سوي دي چي ډېری ئې افغانان، سوريايان يا عراقيان دي.
اروپا ته د مهاجر پر لاري ډېر مهاجر د دغه شان ترافيکي پيښو قرباني سوي دي. د روان کال په سپتمبر مياشت کي د ايران په زاهدان ولايت کي په يوه ترافيکي پيښه کي ۱۲ کسان ووژل سول چي لس ئې افغانان ول.
نور مطالب: