1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په ستراتيژيک تړون کي د دايمي اډو خبره نه سته"

۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبه

د افغانستان جمهورئيس حامد کرزی وايي چي له امریکا سره د دایمي پوځي اډو پر څرنګوالي باندي اوږ دو خبرو ته اړتيا ده چي کيدای سي يو کال په بر کي ونيسي.

https://p.dw.com/p/14Iv1

دا څرګندوني افغان ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځي په وياړ جوړي شوي غونډي ته وکړې.

کرزي وويل چي له امریکا سره د ستراتيژيک تړون پر څرنگوالي باندي له پوره دقت څخه کاراخلو:

«د افغانستان له پوځي تسهیلانو څخه د امریکا د ګټي اخيستني پر څرنګوالي او دا چې په بدل کې به ئې موږ ته څه راکوي؟ هغوی به څه مسئولیت ولري زموږ مسئولیتونه به څه وي؟ څومره سرتیري به پخپلو پوځي اډو کې ځای پر ځای کوي؟ هغوی به په افغانستان کې څه رول لري؟ له خپلو پوځي اډو څخه به دباندي راوځي که نه؟ پر دغو ټولو مسایلو په راتلونکي یوه کال کې بحث کوو، کله چې توافق ته سره ورسیږو نو د دواړو هيوادونو په ګټه به دغه توافقنامه لاسلیکوو.»

د افغانستان او امریکا مشران حامد کرزی او بارک اوباما
د افغانستان او امریکا مشران حامد کرزی او بارک اوباماانځور: picture-alliance/dpa

ولسمشر کرزي زیاته کړه چي له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په برخه کې پر دوو اختلافي مسئلو هوکړي ته سره رسېدلي دي او په راتلونکو ۳ ورځو کي به د بګرام زندان له پاره یو افغان د قوماندان په توګه وټاکل شي.

ده وويل چي د بگرام زندان د سپارلو چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړي شي، او امریکايي چارواکو د شپې عملیاتو د بندولو موافقه هم کړې ده.

حامد کرزي دا هم وویل چې له امریکا سره به ستراتیژیک تړون د شیکاگو د کنفرانس تر مخه لاسلیک شي.

ده ددې سند د ځینو نورو جزئیاتو د ورکولو پر مهال وویل چې له امریکا سره ئې پر دې باندي هم هوکړه کړې ده چي د نورو لسو کلونو له پاره به هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر افغان امنیتي ځواکونو ته ورکوي:

«تر ۲۰۱۴ وروسته به امریکا او ملگري ئې افغانستان ته هر کال ۴،۱ ملیارده ډالر ورکوي چې موږ به خپلو سرتیرو ته معاش ورکوو او تمویلوو به ئې.»

د ښاغلي کرزي په وینا افغانستان کولای شي خپل ټول پوځي تجهیزات له امریکا پرته له نورو هېوادونو څخه هم رانیسي:

«له امریکا سره مو دغه راز یو بحث دا هم دئ چې زموږ امنیتي ځواکونه په همدې توګه تمویلوي، خو الوتکي، توپ یا ټانک هم راکوي او کنه، وړیا یا په پيسو؟ خو که چیري تاسو دا تجهیزات نه راکوئ نو کله چې موږ دغه تجهیزات له هند، چین، پاکستان، روسيې، ایران، چک، سلواک، پولینډ یا نورو هېوادونو څخه رانیسو تاسو خو به ئې ممانعت نه کوی؟ هغوی راسره موافقه کړې ده چې دوی په دې برخه کې مخنیوی نه کوي.»

ولسمشر کرزي وویل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان او بهرنیانو په ګټه دي، او ډاډ ئې ورکړ، چې تر ۲۰۱۴وروسته به افغانستان د هیڅ ډول ګډوډۍ سره مخامخ نه شي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل