په ستاکهولم کې بريد سخته مرگ ژوبله رسولې ده
۱۳۹۶ فروردین ۱۸, جمعهویل کیږي چې تر پیښې وروسته یو کس پولیسو نیولی دی. پیښه د جمعې په ورځ ځايي وخت درو بجو مخکې رامنځ ته شوې ده.
د سويډن «اس وي تي» تلویزیون ویلي دي چې په سیمه کې ډزې هم شوې دي او خلک د پیښې له سیمې څخه تښتیدلي دي.
ویل شوي دي چې تښتول شوی لارۍ موټر د «اهینس لویې مغازې» ته ننوتی دی. دغه مغازه د تروتننګاتان پر سړک ده. د ستاکهولم ټول میترو هم درول شوې ده.
د تلویزیون په ژوندي نشراتو کې لیدل شوي دي چې له مغازې څخه دود پورته کیږي. هغه موټر چې له مغازې سره جنګول شوی دی هم په انځور کې ښودل شوی دی.
د پولیسو یوه ویاند تاوې هاګ، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «یوه موټر پر تروتننګاتان سړک خک ژوبل کړي دي.»
د سويډن د راډیو خبریال مارتین سویننګسن، ویلي دي: «ما لږ تر لږه درې مړي ولیدل، خو ښايي شمیر تر دې هم لوړ وي.»
د سويډن استخباراتي سازمان ویلي دي چې د مړو شمیر ښايي تر دې لوړ شي. د پیښې یوه عیني شاهد رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه داسي شکلونه چې د انسان بدن ته ورته ول کمپلې پرې اچول شوي وې، د پیښې په سیمه کې لیدلې دي.