سایبیریا: د الوتکې رالویدو ۱۶ کسان ووژل
۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبهدغه ART-72 ډوله الوتکه د دوشنبې په سهار را لویدلې ده. تر اوسه پورې په الوتکه کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ۱۲ تنه ئې ژوندې موندل شوي دي. د روسیې د بیړنیو حالاتو چارواکو ویلي دي چې ژوندي موندل شوي کسان اوس روغتونونو ته استول شوي دي.
د انترفکس خبري آژانس د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت د یوه ویاند په حواله ویلي دي: «تر اوسه پورې ۱۲ کسان ژوندي موندل شوي دي. هغوی د تایمن روغتون ته استول شوي دي. په همدې حال کې ۱۶ مړي هم موندل شوي دي.»
دغه الوتکه په محلي وخت شاوخوا د سهار په ۰۷:۵۰ بجو د تایمن له ښار څخه بیرون راولویده. د الوتکې د رالویدو لامل لا نه دئ روښانه شوی.
دغې الوتکې د رشچینو له هوایي ډگر څخه پرواز کړی وو او د سرگوت په لور روانه وه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په الوتکې کې ۳۴ مسافرین او څلور تنه د الوتکې خدمه سپاره ول.
روسي رسنیو ویلي دي چې الوتکه له پرواز څخه لږ وروسته د رادارونو له پردو څخه ورکه شوه او له هوايي ډگر څخه ۴۰ کیلو متره لیري راولویده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض