په سایبریا کې مسافر وړونکي الوتکه رانسکوره شوې ده
۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبهاعلان
د چارواکو په وینا د سایبریا په لویدیځ کې د یوې مسافر وړونکي الوتکې د رالویدو له امله په الوتکه کې د سپرو ۴۳ انسانانو څخه لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي.
په روسیه کې د وزارت یوې ویاندې وویل چې دغه الوتکه چې د تومن په دیرش کلومیترې کې رانسکوره شوې ده، ۱۱ تنه پکښې ژوندي پاتې شوې دي. خو د روسي رسنیو په حواله د دغو زیاترو مسافرینو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دئ. د الوتکې د رالویدو علت لا تر اوسه معلوم نه دئ.
د رسنیو د راپورنو له مخې دغه الوتکه د سایبریا په شمال کې د پراته ښار سورګوټ پر لور روانه چې د پرواز څخه یو څو شیبې وروسته رانسکوره شوه.