1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرګونو ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا معلوله شوي

۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

ملګرو ملتونو یو تت بیلانس خپور کړی دی: د دغه سازمان په وینا په پرله پسې ډول ماشومان د وسله والو شخړو قرباني ګرځي. یوازې په ۲۰۱۶ م کال تر ۸۰۰۰ زیات ماشومان په وسله والو جګړو کې وژل شوي او یا یې هم د بدن غړي له لاسه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2lJhG
Jemen Waisenhaus in Sanaa
انځور: Reuters/K. Abdullah

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، په نیویارک کې په وسله والو جګړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کلني رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې پر ماشومانو بریدونو د «منلو وړ نه دي».

د هغه په خبره د ماشومانو له پاره تر ټولو ډیر خطرناک ځای افغانستان دی. د هغو ۸۰۰۰ ماشومانو ۴۰ سلنه چې په ۲۰۱۶ م کال کې د وسله والو شخړو په ترڅ کې وژل شوي او یا یې هم د بدن غړي له لاسه ورکړی دي د افغانستان ماشومان دي.

د دغه سازمان د ارقامو له مخې تیر کال په افغانستان کې ۳۵۱۲ تنه ماشومان د جګړي قرباني شوي دي چې دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله نږدې یو پر څلورمه برخه لوړ شمیر ښیي. په یمن کې ۱۳۴۰ او په سوریې کې ۱۲۹۹ ماشومان د جګړو د قربانیانو په لیست کې ثبت شوي دي.

سربیره پر دې د دغو شخړو په ترڅ کې په سلګونه ماشومان د ماشوم عسکرو په توګه استخدام شوي دي او یا هم د جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي. د بیلګې په توګه د دوی پر ښوونځيو بریدونه شوي دي.

سعوديان د یمن په شخړه کې ګرم بلل شوی

د دغه رپوټ له مخې په «تور لیست» کې هغه ډلې چې د دغو اعمالو مسئول ګڼل کیږي، په هغو کې په افغانستان کې یو شمیر سازمانونه او ډلې، د افریقا په مرکزي جمهوریت، کانګو، عراق، مالي، میانمار، سومالیا، سودان او سویلي سودان، سوریه او یمن کې موجودې وسله والې ډلې او سازمانونه شامل دي.

د لومړي ځل له پاره د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف هم په دې لیست کې شامل شوی دی. دغه ائتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کې د یمن د رژیم ملاتړ کړی. رپوټ زیاتوي چې نوموړی پوځي ائتلاف چې په یمن کې یې هوایې بمبارۍ کړي دي، د دغه هیواد په شخړه کې د قرباني شویو ماشومانو د نږدې نیمایې د وژل کیدو او یا هم زیانمنیدو مسولیت لري. 

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ م کال کې په یمن کې د ۶۸۳ تنو ماشومانو د وژل کیدو او یا هم د معلوله کیدو له پاره د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ګرم دی.

زیاتره دغه ماشومان پر ښوونځیو او روغتونونو د هوایې بمباریو په ترڅ کې قرباني شوي دي. تیر کال د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي بانکي مون، د دغه هیواد د فشار له امله یې نوم له دغه لیست ایستلی وو. په هغه وخت کې سعودي عربستان ګواښ کړی وو چې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو څخه به خپل مالي ملاتړ پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمانونو په نوموړي لیست کې د سعودي عربستان د نوم د شاملیدو هرکلی کړی دی. د بیلګې په توګه هیومن رایټس واچ، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ګوتیرش «سم کار کړی دی.»

په وسله والو شخړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان رپوټ په کال کې یو وار خپریږي.