په زرهاو يونانيانو د سپما پر ضد مظاهرې وکړې
۱۳۹۱ شهریور ۱۹, یکشنبهاعلان
د يونان په تیسالونيکي ښار کې څه باندي ۱۵۰۰۰ انسانانو د حکومت د سپما د پلانونو پر ضد مظاهرې کړي دي. د يونان حکومت غواړي چې تقريبا د ۱۲ میلياردو يورو په سپمولو سره د اروپايي کميسيون، اروپايي مرکزي بانک او نړۍ وال وجهي صندوق څارونکو ته وښيي چي يونان په سپما کي جدي دئ.
د نوموړو ادارو څارونکي په اتن کي د دې ازموينه کوي چي ايا يونان د اقتصادي مرستو د تر لاسه کولو له پاره د ريفورم وعدې عملي کوي او که نه.