په زابل کې نهه تنه طالبان وژل شوي دي
۱۳۸۶ فروردین ۲۲, چهارشنبهاعلان
افغاني ځواکونو د سه شنبې په ورځ په زابل کې د طالبانو په يوې ډلې باندې حمله وکړه چې د طالبانو د سيمه يز قوماندان ملا جمشيد په شمول شپږ تنه طالبان ووژل شول. دغه څرگندونې د افغانستان دفاعي چارو د وزارت وياند ظاهر عظيمي د آلمان خبري اژانس ته وکړې. هغه زياته کړه چې دغه نښته د موسی خېلو په کلي کې تر سره شوه. دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولايت کې افغان پوليسو د طالبانو په يوې 15 کسيزې ډلې باندې حمله کړې ده چې په نتيجه کې دوه تنه طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. د دغې نښتې په ترڅ کې چې په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځ ته شوه يو تن پوليس هم ټپي شوی دی.