1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي څلور تنه بهرني عسکر وژل سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه

د افغانستان په جنوب کي د ئتلافي ځواکونو څلور تنه بهرني سرتيري وژل سوي دي. گومان کيږي چي دغه کسان د يوه افغان پوليس له خوا وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/169x6
انځور: AFP/Getty Images

دغه حمله يوه ورځ له هغه وروسته تر سره کيږي، چي په هلمند ولايت کي د يوه افغان پوليس له خوا دوه تنه بريتانياوي ځواکونو هغه مهال ووژل سول، چي تر گزمې وروسته خپلي قرارگاه ته روان ول.

پر بهرنيو ځواکونو باندي نننی يرغل په زابل ولايت کي ترسره سوی دئ. په دغه ولايت کي د امریکايي ځواکونه يوه پوځي اډه سته. د يوه افغان محلي امنيتي چارواکي په خبره وژل سوي بهرنيان امریکايي سرتيري دي.

په دغه پيښه کي چي نن(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۶) په زابل کي را منځته سوې ده بريد کوونکی چي د افغان پوليسو يونيفورم ئې اغوستی وو هم وژل سوی دئ.

د روان ميلادي کال له پيل څخه تر اوسه پوري په دغه شان حملې کي چي د افغان پوليسو يا نورو امنيتي ځواکونو له خوا را منځته سوي دي ۵۱ تنه بهرني عسکر وژل سوي دي.

دغو بريدونو د افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ اعتماد ته سخت تاوان رسولی دئ. څو ورځي دمخه ځانگړو امريکايي ځواکونو اعلان وکړ چي د افغان امنیتي ځواک د روزلو پروسه ئې ځنډولې ده.

په روان کال کي د „ د داخلي حملو“  ۳۷ پيښي را منځته سوي دي. د دغو پيښو د څېړني له پاره په افغانسان کي مېشتو ائتلافي ځواکونو له افغان امنيتي ځواک سره „ د پيښو د ارزولو“  په نوم يوه څېړونکې ډله جوړه کړې ده، چي دغه شان پيښي وڅېړي.

د دغه شان ډيرو پيښو اصلي عامل تر اوسه پوري نه دئ معلوم، چي ولي او د چا له خوا کيږي.

په يو بل يرغل کي چي د جمعې په ورځ سوی وو، دوه تنه بهرني سرتيري ووژل سول او۹ تنه نور ټپيان سول. دغه حمله چي په روان کال کي د ناټو ځواکونو پر يوې پوځي اډې باندي تر ټولو خطرناکه وه په هلمند ولايت کي د „ بستيون“  پر کمپ باندي وسوه. په دغه يرغل کي ۶ جنگي جټ الوتکو ته هم تاوان رسېدلی دئ.

په هلمند کي د "بستيون کمپ"
په هلمند کي د "بستيون کمپ"انځور: SITE Intelligence Group/AP/dapd

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو له خوا په يوه وينا پاڼه کي چي نن خپره سوې ده، راغلي دي چي دغه حمله چي د جمعې په ورځ وسوه ۱۵ تنو ياغيانو چي د امريکايي ځواکونو يونيفورم ئې اغوستی وو، پر دې پوځي اډې باندي له درو خواو څخه يرغل وکړ.

په خبرپاڼه کي راغلي دي، چي د بريتانيا د ملکې لمسی شازاده هري هم د يرغل پر مهال په دغه اډه کي وو، خو هغه ته کوم تاوان نه دئ رسېدلی. بيانيه زياتوي، چي له يوه يرغلگر پرته چي اوس د ائتلافي ځواکونو سره دئ نور ټول ووژل سول.

ناټو په يوه بله وينا پاڼه کي ويلي دي، يو تن طالب چي د افغانستان په ختيځ کي د دوو تنو امريکايي سرتيرو د وژلو مسئول دئ نيولی دئ.

رويترز/ حسيني/نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض