1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زابل کي يو شمېر کورنۍ د سيلابونو له خطره خلاصيږي

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه

د زابل ولايت چارواکي د دوو سترو پروژو د کار د پيليدو خبر ورکړی دئ. لومړۍ پروژه٧٠٠متره اوږد کانال دئ چي د۲۵۴زره امريکايي ډالرو په لګښت په کلات کي رغول کيږي.

https://p.dw.com/p/14dLn
انځور: DW

د زابل والي محمد اشرف ناصري په سيمه کي خبريالانوته وويل، چي د ياد کانال په جوړېدو سره به د زابل کلات ښار په لسونو هغه کورنۍ چي ترمخه به په ژمي کي د سيلابونو له ګواښ سره مخامخ وې له دې ګواښ څخه وژغورل سي.

د نوموړي په خبره ددغه کانال د کار په پيلدو سره به نه يوازي ياد شمير کورنۍ د سيلابونو له تکليف څخه وژغورل سي، بلکي ډيرو وزګارو ځوانانو ته به هم د کارزمينه چمتوسي:

«که خداى کول ددې سيمي خلګ به ددې پروژې په سرته رسيدو سره د سيلابونو له خطر څخه وژغورل سي او دا پروژه ددې سيمي د خلګو په وار، وارغوښتنو سره پيل سوه.»

د زابل والي زياتوي ددې پروژې سره سم ئې په مرکز کلات ښار کي د سينک پل د استنادي دېوال د بنسټيز جوړولو کارهم راپيل کړ.

ښاغلى ناصري وايي دغه استنادي ديوال۴۵۰ متره اوږدوالی لري او۱۳۱زره امريکايي ډالره لګښت پر راځي چي دغه پيسې هم د کليو د پراختيا وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کيږي.

دده په خبره دواړي پروژې به ترراتلونکو ٦مياشتوپوري بشپړي او ګټي اخيستني ته چمتوسي.

د زابل چارواکي وايي چي دغه پل چي هره ورځ په سوونو خلک اوعراده جات تګ راتګ کوي په جوړېدوسره به ئې د خلګو ډېري ستونزي هواري سي.

د زابل کلات خلګ هم د يادو پروژو په عملي کيدولو خوښ دي خوله دولت څخه هيله کوي چي د پروژو د کميت سره سم دي د پروژو پرکيفت باندي هم ډېره څارنه وکړي.

«تاسي راسي وگوري پيسې مصرف سي يو ځای يا يوه لاره جوړه سي خو لږ وخت نه وي تير سوی چي بيرته خراب سي. دا ټوله له بې کيفيتۍ څخه کيږي. پيسې خو هغسي مصرفيږي نو سمه څارنه دي ئې هم وسي.»

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل