په روسیه کې ډیر شمیر مظاهره کوونکي بندیان شوي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سهشنبهاعلان
په مسکو او سانت پيترسبورګ کي ۵۰۰ مظاهره کونکي بنديان سوي دي. دغه کسان د جمهور رئیس په توگه د صدراعظم ولاديمير پوتين د یو ځل بیا ټاکل کیدو پر ضد مظاهرې کوي. د بنديانو په ډله کي د ليبرال يابلوکو د ګوند وکيلان او د پوتين سرسخته مخالفين لکه الکسايا ناوالني هم شامل دي.
په مسکو کي څه نا څه ۲۰۰۰۰ کسانو د ټاکنو د پایلو پر ضد مظاهرې وکړې. په مظاهرو کي د مخالفينو ډيرو رهبرانو پر پوتين باندې تور ولگاوه چې په ټاکنو کې ئې لاس وهلنې کړي دي او ځکه نو بايد د ټاکنو پایلې ملغی اعلان سي.