1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسیه کې د اپوزیسیون گډه کاري کمیټه جوړوې شوې ده

۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16Uto

په روسیه کې اپوزیسیون د خپلو اعتراضونو په ښه توگه د همغږي کولو له پاره یو گډ کمیسیون ټاکلی دئ. د انټرنیټ له لارې په دغه درې ورځنې رایه اچونې کې وکیل او بلاگ لیکونکي الیکسې ناوالنۍ Alexej Nawalny تر ټولو زیاتې رایې گټلي دي.

دغه خبر د ټاکنو د کمیټې مشر په یوه تلویزوني پروگرام کې ورکړی دئ. په دغه ۴۵ کسیزه کمیټه کې د پخواني صدراعظم مرستیال، د سطرنج پخوانی قهرمان او د چاپیریال ساتنې یو فعال هم شامل دي. د رایې اچوني دغه بهیر چې د شنبې په ورځ د یوه انټرنیټي هیکر برید ښکار شوی وو، بیا وروسته د ۲۴ ساعتونو له پاره غځول شوی وو.