په روسیه کې د آلماني سازمانونو په اړه انديښنه
۱۳۹۲ فروردین ۷, چهارشنبهد سه شنبې په ورځ په برلین کې د روسیې سفیر د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو. دغه کار تر هغه وروسته تر سره شو چې د روسیې په مسکو او سانت پیترزبوګ ښارونو کې یو شمیر نړیوالې موسسې چې په کې ځینې مهم آلماني سیاسي سازمانونه هم شامل ول د روسي ځواکونو له خوا ولټول شول او ورڅخه ځینې تجهیزات یوړل شول.
اوس مهال په سنت پیترز بورګ کې د آلماني موسسې کونراد ادینور شتیفتونگ Konrad-Adenauer-Stiftung، او په مسکو کې د فریدریش ایبرت شتیفتونک Friedrich-Ebert-Stiftung دفترونه د روسي امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي. روسي امنیتې ځواکونو تر هغه وروسته په دې کار لاس پورې کړ چې په دغه هیواد کې داسې یو قانون تصویب شو چې له مخې یې اوس هغوی داسې بهرنيان هم تر څارنې لاندې نیول کیږي چې د دې هیواد د کورنیو نارضیانو ملاتړ کوي.
د کونراد ادینور شتیفتونګ سازمان د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل، له ګوند سره نزدې اړیکې لري. د دې سازمان مشر د سۍ شنبې په ورځ وویل: «نن سهار په سنت پیترزبورګ کې د روسیې د کورنیو چارو د وزارت او د څارنوالۍ استازو، زموږ له دفتر څخه څلور کمپیوترونه ویوړل.» هغه زیاته کړه چې دغه کار د اندیښنې وړ او نه منونکی دی. د کونراد ادینور شتیفتونګ مشر دې خبره ته اشاره وکړه چې سازمان یې آزادي، دموکراسي او عدالت ته کار کوي.
د آلمان په دولت کې د روسیې د چارو همغږي کوونکي اندریس ستوکینهوف، د روسي چارواکو دغه اقدام «نه منونکی» وباله او و یې ویل چې روسیه باید د نړۍ پر وړاندې پرانیستی سیاست ولري. د دغه آلماني چارواکي په خبره د روسیې په سیاستونو کې باید په خاصه توګه د ۲۰۱۴ کال تر المپیک لوبو مخکې نرموالی راشي.
د آلمان حکومت د اپوزیسیون له خوا بیلابیل غبرګونونه
د فریدریش ایبرت شتیفتونگ موسسه د آلمان حکومت له ستر اپوزیسیون سیال دموکرات سره نزدې اړیکې لري. دغه دفتر ویلي دي چې په مسکو کې د هغوی دفتر د روسیې د څارنوالۍ او مالیاتی چارو چارواکو له خوا د کنترولیدو په حال کې دی.
دغه سازمان په یوه بیانه کې زیاته کړې ده: «موږ فکر کوو چې کله د روسي چارواکو دغه څیړنې پای ته ورسیږي نو موږ به وشو کولای چې په دې هیواد کې خپل بشپړ پروګرامونه یو ځل بیا پر مخ یوسو.»
د دوشنبې په ورځ روسي چارواکو همداراز د بخښنې نړیوال سازمان هم تر څارنې لاندې نیولی وو. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د شنو ګوند پوری تړلی سازمان هینریش بول شتیفتونګ Heinrich-Böll-Stiftung، هم تر ورته څیړنو لاندې راغلی دی. د آلمان د شنو ګوند یوه سیاستوال فولکر بیک، د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ غواړو چې په ژر تر ژره روسي چارواکو ته [د آلمان] د ویزې ورکولو امکانات له سره وارزول شي.»