1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيي او ګرجستان ګی د اروپايي ټولنې منځګړيتوب

۱۳۸۷ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د اروپايې ټولنې منځ ګړ، د فرانسې ولسمشر نيکولاې سرکوزی، د اروپايې ټولنې د کميسيون مشر Barosso او د دغې ټولنې ستر ديپلومات خاویر سولانا بايد ډير باحوصلې خلک وې.

https://p.dw.com/p/FEgj
نيکولاې سرکوزی، بارسو او ديمترې ميدويدوف يو له بل سره ګوري
نيکولاې سرکوزی، بارسو او ديمترې ميدويدوف يو له بل سره ګوريانځور: AP

دوی پرون د څوګړيو د پاره په مسکو کې د روسيې د ولسمشر ديمترې ميدويدوف سره خبرې کړې اوبيا د شپې د ګورجستان د ولسمشر Saakaschwilli سره د خبرو د پاره تفليس ته راغلل. پرون په مسکو کې سرکوزې او د ده ملګرې د روسيې د ولسمشر سره د خپلو خبرو په پای کی دې نتيجې ته رسيدلې چی تر 200 پورې د اروپايې ټولنې کتونکې دې د شوې اوربند د څارنې دپاره ګورجستان ته واستول شې. روسه هم له دې سره موافقه کړې. دغه کتونکې به په همدې روانه مياشت کې قفقاذ ته واستول شې او کله چې دوی دغې سیمې ته ورسيږې، نو روسيه به هم د ګورجستان د اصلې خاورې څخه خپل ټول عسکر وباسې. په مسکو کې دا موافقه هم شوې چې د اکتوبر د مياشتې په نيمايې کې به په ژنيو کې د سويلې اوسيتيا او د ابخازيا د سيمو د راتلونکې په اړه هم خبرې وشې.

د فرانسې ولسمشر تفليس ته د تګ په لاره کې ويلې دې چې زمونږ مزل لا تر اوسه پاې ته ندې رسيدلاې، خو د هغه مزل په بهير کې چې مونږ تراوسه کړې، بريالیتوبونه موهم ترلاسه کړې دې. د قفقاذ د لانجې په پيل کې مسکو او تفليس ته به سفر کولو سره د اوربند موافقه منځ ته راغله او دا ځلې روسانو له دې سره موافقه کړې چې دوی به خپل عسکر هغه سيمو ته بيرته په څټ کړې، چې د جګړې څخه د مخه د متارکې کرښه بلل کيده.

هسې چې ويل کيږې په مسکو کې د اروپايې ټولنې د منځګړو د پرون ورځې خبرې که له يوې خوا ډيرې پیچيلې او جدې خبرې وې، خو له بله پلوه په يوه ډیره آرامه او دوستانه فضا کې شوې.

دګورجستان ولس مشر Saakaschwilli
دګورجستان ولس مشر Saakaschwilliانځور: AP

د قفقاذ د لانجې د شپږ فقره ايز پلانه څخه هسې چې ښکارې اوس يو 9 فقره ايز پروګرام جوړ شوې. او هسې چې ويل کيږې ښايې د دغه پروګرام په عملې کولو سره په قفقاذ کې حالات ښه شې. مهمه خبره دا بلل کيداې شې، چې روسيې له دې سره موافقه کړې چې د متارکې د جنجالې سيمې په شمول د ګورجستان د اصلې خاورې څخه خپل عسکر وباسې. او دا کار به په راتلونکې لسو ورځو کې کوې.

دا ځلې، هسې چې ويل شوې ښايې د شوې موافقو په اړوند کوم سو تفاهم يا غلط فهمې نه وې رامنځ ته شوې. او دروسانو د دغه موافقو په مقابل کې اروپايې ټولنې روسانو ته له دې څخه ډاډ ورکړې دی چې ګورجستان به د ابخازيا او سويلې اوسيتيا په لور د زور څخه کار نه اخلې.

او په ژنيو کې به په يوه نړیوال کنفرانس کې د سولې دخبرو د پاره لاره هواره شې. خو دلته دا خبره د یادونې وړده چې د ابخازيا اود سويلې اوسيتيا د جمهوریتونو د راتلونکې برخليک په اړه د دواړو خواو دریځونه لکه د پخوا په شان سره توپیر لرې.

خو د ګورجستان ولسمشر ساکاش ویلې چې روسانو ورته دا پيغور کړې چې دې د امریکايانو په لمسون سره به تشدد لاس پورې کړې. پرون شپه دا خبره په ډګه کړې چې د ده د پاره د هيواد د ارضی تمامیت موضوع تر ټولو مهمه موضوع بلل کیږې او دغې موخې ته د رسيدلو د پاره به دې په سوله ایزو وسايلو سره مبارزې ته دوام ورکوې.