په روسيه کي ۶۰۰ ځايه اور بل دی د هغوﺉ څخه سل يې ډير ستر دي
۱۳۸۹ مرداد ۲۰, چهارشنبهانترفکس خبری آژانس د روسيې د څنګلونو د ساتني د ادراې په خبره ليکي چي د اور وژلو د پاره ۱۴۴۷۶ تنه، ۵۶ هوايي بېړۍ او ۲۵۹۸ تخنيکي وسايل کار کوي تر څو اور تر خپل کنترول لاندي راولي.
اداره ليکي چي دغه راز نن د مسکو په مربوطاتو کي ۱۶ ځايه اورونه کشف سوي دي چي تر ۶۰۰۰ هيکټاره ډير ځنګلونه يې سوځولي دي.
په راپور کي راغلي دي چي د ځنګلونو د اوراخستني د پيل څخه بيا تر اوسه پوري د مسکو په مربوطاتو کي ۱۹۳۵ ځايه کشف سوي چي اورونه پکښي بل دي يا ول.
په روسيه کي د سختي ګرمي له کبله طبيعی اور تر اوسه پور ۲۳۱۶۷ هيکټاره ځنګلونه سوځولي دي.
د مسکو د شاوخوا سيمو اورونه اوس تر کنترول لاندي راغلي. ددې اورونو د وژلو د پاره نن د مسکو مربوطاتو ته د ايرکوتس څخه ۲۵ پراشوټي ځواکونه ور کښته سوي دي.
د روسيې د څنګلونو د ساتني اداره ټنګار کوي چي دغه ځواکونه به و کولای سي چي ددغه او نورو اورونو د پراخېدو مخه ونيسي.
ag/نجيب الله زيارمل
کتونکی. عبدالباري حکيم