1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کي د ولسمشرۍ ټاکني رواني دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

د روسيې د جمهوري رياست چوکۍ ته د اوسني لومړي وزير ولاديمر پوتين په گډون پنځو تنو ځانونه کانديد کړي دي. په لومړي ځل ولسمشر د ۶ کالو له پاره ټاکل کيږي نه د څلورو کالو له پاره لکه مخکي چي وو.

https://p.dw.com/p/14EmY
انځور: Reuters

په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکني تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي رواني دي، خو اپوزیسيون او د ټاکنو څارونکي سازمانونه تور لگوي چې ټاکني شفافي او آزادي نه دي.

اټکل کیږي چې اوسنۍ لومړی وزير ولاديمير پوتین به له خپلو څلورو مخالفو کانديدانو څخه دغه ټاکني وگټي.

ولاديمير پوتين له ۲۰۰۰ ميلادي کال څخه تر ۲۰۰۸ کاله پوري د روسيې جمهور رئيس وو.

لومړۍ وزير ولاديمير پوتين د رايه ورکولو پر مهال
لومړۍ وزير ولاديمير پوتين د رايه ورکولو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

د «گولوس» په نامه د ټاکنو د څارني د خپلواکي ادارې غړی ليليا شيبانووا وایي چې په ټاکنوکې «یو کس څو واري رايي» کارولي دي چي موږ ته ئې راپورونه را رسېدلي دي.

میخایل کسیانوف، چې د پوتین پخوانی لومړی وزیر وو او بیا د مخالفينو غړی شو ویلي دي چې دغه ټاکني آزادي نه دي او دوی به هغه څوک چې په دې ډول ټاکل کیږي د یو مشروع ولسمشر په توگه په رسمیت ونه پیژني.

دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي له پاره په ټاکنیزو مرکزونو کې کمرې نصب شوي دي. د ټاکنو مرکزونه به نن د یکشنبې ورځ د ماښام تر اتو بجو پوري خلاص وي او ورستي رايه چونه به پای ته ورسيږي.

د روسیې په ختیځو برخو کې ټاکني د شنبې په ماښام چې د المان د ماښام له نهو بجو سره سمون خوري پیل شوي وې. د ټول هیواد په کچه د رايه اچوني ۹۰ زره ټاکنیز مرکزونه جوړ شوي دي.

د ټاکنو د پروسې د خوندي ساتلو له پاره د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه مسکو کې ۶ زره اضافي پولیس په دندو گومارلي دي.

د اټکلونو له مخي د روسیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولادیمیر پوتین بریا ښایي یقیني وي. که چیري هغه د ټاکنو په لومړۍ مرحله کې۵۰ فیصده رايي خپلي نه کړي نو بیا به د دوو زیاتو رایو گټونکو تر منځ د ټاکنو دوهم پړاو تر سره کیږي.

اټکل کیږي چې په دغه ټاکنو کې به د کمونيست گوند مشر گینادي زیوگانوف او پوتین تر منځ سخته سیالي وي.

پر زیوگانوف سربیره ښي اړخه ولادیمیر ږیرينوسکي، میخایل پروخوروف د آزاد نوماند په توگه او سرگې میرونوف په ټاکنو کي برخه اخلي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل