«په روسيه کي د هيروينو بيي پر لوړېدو دي»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۷, جمعهد روسيې د مخدره موادو د کنترول ادارې چارواکو هر وخت له افغانستانه د ورقاچاقېدونکو غيرقانوني مخدره موادو څخه شکايت کوي.
د دغي ادارې مشر ويکتور ايوانف په مسکو کي له «يخو مسکوۍ» راډيو سره په مرکه کي وويل، چي روسيه د افغاني هيروينو د استعمال هيواد دئ نه د ترانزيټ. «ترانزيټ نه سته. دا زه کولای سم په زغرده ووايم.»
هغه زياته کړه چي په دې اړه د غربي هيوادونو له امنيتي ځواکونو سره په تماس کي دئ او هغوی نه وايي، چي له روسيې څخه د دوی هيوادونو ته افغاني هيروين ورقاچاقيږي.
«زموږ د معلوماتو له مخي په روسيه کي له يوه څخه تر يونيم ميليونو انسانانو پوري افغاني هيروين استعمالوي.»
ايوانف وويل، که روسيې ته له افغانستان څخه د هيروينو د راوړلو په بهير کي ډېروالی نه دی راغلی نو لږوالی ئې هم نه احساسيږي. هغه وويل:
«روسيې ته د هيروينو د راوړلو حجم نه دئ زيات سوی، حتي په ځينو سيمو کي د هيروينو بيي لوړي سوي دي، چي دا د دغو موادو د راوړلو پر کمښت باندي دلالت کوي. خو بيا هم لږوالی ئې داسي نه احساسيږي.»
د روسيې د مخدره موادو د کنترول ادارې مشر ويکتور ايوانف په مسکو کي له «يخو مسکوۍ» يا پرخي راډيو سره په خبرو کي زياته کړه: «د مخدره موادو د استعمالوونکو په شمېر کي زياتوالی نه دی راغلی، دغه شمېره پرځای پاته ده او حتي د لږوالي تمايل ئې سته. ستونزه دا ده چي د استعمالوونکو اوسنی شمېر ئې بېخي ډېر دئ.»
هغه زياته کړه: «اوس په روسيه کي د مخدره موادو د استعمالوونکو مړينه ډېره سوې ده. خو بيا هم په دغو موادو د اخته کسانو شمېره پرخپل ځای باقي پاته دئ، ځکه په هغه اندازه چي خلک ځني مري په هغه اندازه نور خلک په دغه موادو اخته کيږي.»
ايوانف څه موده مخکي ويلي ول چي په روسيه کي په مخدره موادو له اخته کسانو څخه هرکال سل زره تنه مري.
روسيې څو مياشتي مخکي په افغانستان کي د مخدره موادو د کښت او قاچاق د لا ډېروالي په اړه اندېښنه ښوولې وه او ويلي ئې ول، چي که په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت هم بند سي، بيا هم په افغانستان کي د مخدره موادو زېرمي پنځه کاله د نړۍ د هيروينو بازارونه چلولای سي.