په روسيه کي د نشه يي موادو ستونزه په مصيبت اوښتې
۱۳۸۹ آذر ۳۰, سهشنبهد روسيې د نشه موادو د کنترول د ادارې مشر ويکتور يوانوف وايي چي په هغه هيواد کي هر کل ۱۰۰۰۰۰ تنه د نشه يي موادو څخه مري.
ويکتور يوانوف د سې شنبې په ورځ په مسکو کي د نشه يي موادو د کنترول په غونډه کي وويل:
« د ۱۳۰۰۰۰ تنو څخه چي د ۱۵ څخه تر ۳۰ کالو پوري عمر لري هر کال په روسيه کي مري چي د هغوی سل زره د نشه يي موادو د استعمال څخه مري.»
هغه زياته کړه چي د نشه يي موادو استعمال په روسيه کي په مصيبت اوښتی.
هغه وويل چي سړی قبرستان ته سر ورايسته کړي نو ښکاري چي هر ورځ د ځوانانو قبرونه ډيريږي.
د هغه په خبره د نشه يي موادو د کنترول دولتي ادارې په تير يو نيم کال کي په۲۰۰ ښارونو کي يو کتنه کړې چي ټول خلک اوس ددې څخه سر ټکوي چي د نشه يي موادو استعمال په یو مصيبت اوښتی.
د روسيې د نشه يي موادو د کنترول د ادارې په خبره په روان وخت کي پنځه مليونه انسانان په هغه هيواد کي په نشو روږد دي.
د هغه په خبره ددې کسانو ډيری په هغو هيروينو روږد دي چي د افغانستان څخه د مرکزي اسيا د سرحدونو څخه روسيې ته را تيريږي.
د مسکو ستر مذهبي مشر د نشه يي موادو د کنترول په غونډه کي وويل چي دا د خوابدۍ ځای دي چي زموږ دومره ځوانان د نشه يي موادو څخه مري.
هغه وويل راځی چي يو وار يې را پياد کړو چي د افغانستان په اوږده جگړه کي مو يوازي ۱۵ زره تنه ووژل سول، ولي اوس د نشه يي موادو څخه په کال کي ۱۰۰ زره مري.
«د نشه يي موادو څخه د مړو سوو کسانو شمېر تر هغه دوه برابره ډير دی چي په تروريستي بريدونو کي وژل کيږي.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم