1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسيه کي د غونډو او بيان د آزادۍ په خاطر مظاهرې

۱۳۸۸ بهمن ۱۲, دوشنبه

که څه هم په روسيه کي ددغه هيواد داساسي قانون له مخي دديموکراسۍ يو نظام او دقانون يودولت چليږي او په داسي يوه نظام کي بايد دافکارو او مطبوعاتو آزادي وي ، وګړي بايد دغونډو او دمظاهرو دجوړواو اجازه ولري

https://p.dw.com/p/Loa6
دمظاهره کونکو په مقابل کي د پوليسو چلند
دمظاهره کونکو په مقابل کي د پوليسو چلندانځور: AP

خو عملا دروسيې دولت دسوله ايزومظاهرو او غونډو په مقابل کي هم دزور څخه کار اخلي . په مسکو کي پرون څه نه څه 100 تنه مظاهره کونکي نيول شوي ، ځکه چي دوی په روسيه کي دغونډو دجوړولود آزادۍ او دبشر دحقونو په پلوۍ مظاهرې کولې . دهغو مظاهره کونکو په ډله کي چي نيول شوي ، دمسکو دهلسنګي دډلي دبشر دحقونو پلوۍ 82 ، کلنه

Ljudmila Alexejewa هم شامله ده .

دغه ډله دڅو کلونو راپديخوا له دې امله په مظاهرو او سوله ايزو اعتراضونو لاس پروي کوي چي وايي په روسيه کي دبشر دبنيادي حقونو رعايت نه کيږي .

کله چي پرون په مسکو کي دروسيې ددولت دمخالفينو يوه سل کسيزه ډله مظاهرې ته راوتلې وه او دا شعارونه يې ورکول چي بايد په روسيه کي دغونډو دجوړولو او دمظاهرو دآزادۍ حق ومنل شي ، نو سمدستي دروسيې خاصو امنيتي ځواکونه دمسکو په ښار کي موضع ګيري وکړل، تر څو چي مظاهره کونکي وويرول شي . خو بياهم مظاهره کونکي سره راغونډ شوي او داغوښتنه يې مطرح کړې چي ددوی دهغه بنيادي حقونو رعايت وشي کوم چي دروسيې داساسي قانون له مخي يې دوی لري .

يوه تن وويل،

«دروسيې اساسي قانون مونږ ته داحق راکوي چي سوله ايزي او غير مسلحانه غونډي جوړي کړو او مونږ دا حق لرو چي خپل نظر يې او عقيدې ځرګندي کړو . »

يا يو بل مظاهره کوني وايي چي :

«دا لمړی ځل ندی چي زه دغه راز يوې غونډي ته راځم . خو دومره ډير خلک ما تراوسه نه وه ليدلي چي دلته راټول شوي وي . »

خو په همدې وخت کي وو، چي د روسيې خاص امنيتي ځواکونه مداخله کوي او شور ماشور جوړيږي .

مظاهره کونکي وايي چي مونږ داسي يوه روسيه غواړو چي په هغه کي دپوتين واکمني نه وي .

په همدې وخت کي ډير شمير مظاهره کونکي نيول کيږي ، او پوليس وايي چي دوی حق لري ددغه مظاهره کونکو مخ ونيسي .

يو پوليس وايي،

«دغه مظاهره کونکي پرته له دې چي دوی ته دمظاهره کولو اجازه ورکول شوې وي او بيله دې چي ددوی غونډه قانوني وي، دلته سره راغونډ شوي دي . »

خو په مقابل کي مظاهره کونکي اعتراض کوي او وايي چي که مونږ دمسؤلو مقاماتو په تمه اوسو، نو هيڅکله به مونږ ته ددغه راز غونډو اومظاهرو جوړولو اجازه نه وي .

هسي چي له مسکوه څخه زمونږ خبر يال ناهمن ليکي په دغه مظاهره کي دامنيتي مامورينو شمير دمظاهرکونکو په پرتله ډير ؤاو په مسکو کي دا لمړی وار ندی چي دبشر دحقونو دپلويانو په مقابل کي دغه راز غبرګون ښودل کيږي .

که څه هم وروسته د Solidarnost په نامه دمخالفينو دغورځنګ يو وياند وايي ،چي ټول نيول شوي مظاهره کونکي بيرته خوشي شوي دي ، خو ټول نيول شوي کسان بايد دفبروري د مياشتي په څلورمه نيټه محکمې ته راسي، او ددې پوښتني ځواب ووايي چي ولي دوی پرته ديوې قانوني اجازي څخه يوه غونډه جوړه کړيده .

د روسيې دحکومت دمخالفو ډلو په عقيده دمظاهره کونکو سره دامنيتي او عدلي مقاماتو دغه سلوک ددې حقيقت ښکارندوی بلل کيږي چي دکرملين مسؤلين په روسيه کي د ديموکراسي داصولو او پرنسيپونو رعايت نه کوي .

هسي چي ښکاري په روسيه کي دبشر دحقونو او دديموکراسي پلويان نه غواړي چي دبيان ، دغونډو دجوړولو او دبشردبنيادي حقونو په پلوۍ ددغه راز غونډو امظاهرو دجوړولو څخه لاس واخلي . دوی غواړي چي دمارچ دمياشتي پر 31 نيټه بيا په مسکو کي په مظاهرو لاس پوري کړي . همداشان د روسيې په کالينين ګراد ښار کي چي پخوا دکونيګزبرګ په نامه ياديده هم داونۍپه پای کي څه نه څه 12000 وګړو دپوتين دحکومت دټولنيز سياست پر ضد مظاهرې کړي دي .

دسياسي مبصرينو په عقيده دروسيې چارواکي له دې څخه ويره لري چي کيدای شي، دغه وړې مظاهرې او غونډي په لويو مظاهرو او پرګنوي اعتراضونو بدلي شي . ځکه په روسيه کي ډير شمير وګړي دخپل اوسني ټولنيز او اقتصادي وضع څخه ناراضي دي . او په روسيه کي اقتصادي وضع خرابه ده .

ددغه هيواد اقتصاد په 2009 ميلادي کال کي داسي يوه سخته ضربه ليدلې چي په تيرو 15 کلونو کي بيساري بلل کيدای شي . او ددغه هيواد دټولنيز ناخالص توليداتو کچه په سلو کي تر 9، 7 کي راټيټه شويده .

الکساندرا / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري