1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روزگان کې ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي

۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په روزگان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جگړه کي ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1IM8t
افغان امنيتي ځواک
انځور: Reuters

د روزگان ولایت د دهراود ولسوالۍ د پولیسو قوماندان محمد نبي نیازو، د چهارشنبې په ورځ وویل چې نښته د سه شنبې په ورځ ناوخته هغه وخت رامنخ ته شوه چې افغان ځواکونو د یوې مهمې لویې لارې د بیا پرانیستلو هڅه وکړه.

د هغه په خبره طالبانو د دهراود ولسوالۍ او روزگان د مرکز تيري ته منځ لویه لاره تړلې وه. هغه زیاته کړې ده چې اوس دغه لار بیرته پرانیستل شوې ده.

نيازو په دې اړه معلومات نه لرل چې آیا په نښته کې طالبان هم وژل شوي دي او که نه.

طالبانو په وروستیو وختونو کې په روزگان ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. هغوی غواړي په دې سره د افغانستان په دغه زون کې خپل حضور لا پیاوړی کړي.

په روزگان کي د امنيتي ځواک کمښت

د روزگان ولایت ویاند دوست محمد نایاب څو ورځي خکي ویلي ول چې شاوخوا ۱۰۰ پوليس او عسکر په شهیدي حساس ولسوالۍ کې له خپلو پوستو څخه وتلي دي او د دهخدا ګاونډۍ ولسوالي ته تللي دي.

افغان امنیتي ځواکونو تر څو میاشتي جګړې وروسته، له دې سیمې څخه د وتلو پریکړه کړې ده. په وروستیو وختونو کې طالبانو پر افغان حکومت باندي خپل پوځي فشارونه ډیر کړي دي.

نایاب ویلي دي: «موږ غواړو په دهراود ولسوالۍ کې یوه قطعه جوړه کړو نو له دې کبله کیدای شي چې په نورو ولسوالیو کې هم له خپلو ځواکونو څخه وغواړو چې دلته راشي.»

په تيرو څو مياشتو کې په روزگان ولايت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخت جنگونه سوي دي.