1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روزگان کي د امريکايي ځواکونو د قومندان مرموز مرگ

۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/178TB

د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون د یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې میشت د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یو قوماندان د شنبې په ورځ د افغانستان په روزګان ولایت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر رسنۍ خبر ورکوي چې دا پېښه کیدای شي ځان وژنه وي. پنتاګون په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دغه قوماندان جوب پرایس نومیده او۴۲ کلن وو. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې پرایس د داسي ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د جګړي له کبله پر هغه نه ول راغلي. د بیانیې په حواله دغه پېښه اوس تر څیړنې لاندې ده. دا په داسې حال کې ده چې د NBC او CNN خبري رسنیو ویلي دي چې دا کیدای شي د ځان وژنې یوه پېښه وي. ښاغلي جوب پرایس واده کړی وو او یوه لور یې هم لارله.