روزګان: یاغیان د سولې له بهیر سره یوځای شول
۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعهیادښت: انځور له ارشیف څخه
د روزګان ولایت د والي مرستیال خدای رحیم، دویچه ویله ته وویل چې د سولې له بهیر سره د دغو کسانو یو ځای کیدل به د دې ولایت پر امنیتي وضعیت باندې مثبته اغیزه وکړي. ښاغلي خدای رحیم زیاته کړه چې د سولې له بهیر سره له یو ځای شوو کسانو سره ځینې مالي مرستې هم شوې دي.
د روزګان د والي مرستیال وړاندې وویل: «د دوی لومړۍ غوښتنه دا وه، چې ورته یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي. د دې تر څنګ د هغوی له اولادونو سره هم باید د لومړنیو موادو د مرستې اړتیا شته.»
خدای نظر وړاندې وویل: «دوی د ځینو ستونزو له کبله [مخالفینو ته] تللي ول... له دغو کسانو سره باید مالي مرستې وشي ځکه هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ډیر داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې وسله وال یوازې د مالي مرستو د ترلاسه کولو له پاره د سولې له بهیر سره یوځای کیږي او کله چې له افغان دولت او یا هم د سولې له عالي شورا څخه پیسې تر لاسه کړي نو بیرته تاوتریخوالي ته مخه کوي.
ویل کیږي چې په ځینو مواردو کې خو د یاغیانو ځینې ډلې څو وارې په بیلابیلو ښارونو کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی دي چې لا ډیرې مالي مرستې ترلاسه کړي.
د پخلاینې له بهیر سره د نورو یاغیانو لیوالتیا
د زورګان ولایت د والي مرستیال خدای رحیم، وویل چې سیمه ییزو مشرانو ژمنه کړې ده چې که د دغې نولس کسیزې ډلې غوښتنې ومنل شي نو نور یاغیان به هم د سولې له بهیر سره یوځای کیدو ته وهڅوي.
ښاغلي خدای رحیم زیاته کړه: «په سیمه کې ټولو خلکو را سره وعده وکړه چې له سلو څخه ډیر نور کسان به هم د سولې له بهیر سره یوځای شي.»
د خدای رحیم په اند که دولت له یاغیانو سره د مرستې ژمنې وکړي او هغه پوره کړی نو ډیر نور کسان د سولې له بهیر سره يو ځای کیدو ته چمتو دي.
په روزګان کې په داسې حال کې یو شمیر یاغیان د سولې له بهیر سره یوځای کیږي چې د طالبانو یو پخوانۍ قوماندان ملا تورجان، چې اوس د کندهار د عالمانو د شورا مشر دی، د ملي امنیت له خوا له طالبانو سره د اړیکو ساتلو په تور نیول شوی دی. هغه تر دې مخکې د سولې له بهیر سره یوځای شوی وو.
«د روزګان امنیت ښه دی»
خدای رحیم ادعا وکړه چې د روزګان امنیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی. د هغه په خبره په دې ولایت کې امنیتي ارګانونه په همغږۍ سره خپلې چارې پر مخ بیایي.
خدای رحیم وویل: «امنیت خو اوس ټینګ دی. زه وایم که دولت د دوی [د سولې له بهیر سره د یو ځای شوو کسانو] نیمګړتیاوي پوره کړي نو امنیت به لا ښه شي.»
هغه پر افغان مرکزي حکومت او د سولې پر عالي شورا باندې غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره له یو ځای شوو کسانو سره خپلې مرستې جاري وساتي ترڅو هغوی یو ځل بیا تاوتریخوالي ته مخه نه کړي.