1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رفعه کې د داعش پر ضد هوایي بریدونه شوي دي

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

ایتلافي ځواکونو په رقعه ښار کې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونو ۱۶ هوايي بریدونه کړي دي. دغه هوایي عملیات په انترنت کې د هغې ویدیو تر خپریدو وروسته شوي چې په کې ۲۵ سرتیري د وژل کیدو په حال کې ښول کیږي.

https://p.dw.com/p/1Fste
انځور: picture-alliance/DOD/US Air Force

د امریکا متحده ایالاتو په مشري د اسلامي دولت ترهګرې ډلې ضد ایتلاف په رفعه ښار کې چې د دغې ډلې پلازمینه بلل کیږي «په بریالي توګه» څو هدفونه په نښه کړي دي. دغه خبره د جوړ شوي ایتلاف چې له ۶۰ څخه ډیر هیوادونه په کې غړیتوب لري له خوا په یوې خبرې شوې بیانیه کې راغلې ده.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې تر سره شویو ۱۶ هوایي بریدونو د اسلامي دولت ترهګرې ډلې خوځښتونه تر ډیره بریده پورې محدود کړي دي.

په بیانیه کې د ایتلافي ځواکونو د ویاند توماس ګیلیرن، په حواله راغلي دي: «دا تر اوسه پورې په سوریې کې تر ټولو پراخه قصدي مداخله وو. دا برید به په رقعه کې د داعش [اسلامي دولت] پر خوځښتونو باندې ډیره اغیزه ولري.»

په بیانیه کې زیاته شوې: «د نن شپې پراخ هوایي بریدونه د دې له پاره ترسره شول چې له سوریې څخه عراق ته د داعش له خوا د پوځي تجهیزاتو د لیږدولو مخه ونیول شي.»

دغه پوځي عملیات تر هغه یوه ورځ وروسته ترسره شول چې د اسلامي دولت ترهګړې ډلې په انترنت کې داسې یوه ویدیو خپره کړه چې په کې ۲۵ سوریایي سرتیري د دې ډلې د جنګیالیو له خوا د وژل کیدو په حال کې ښوول کیږي. دغه ویدیو په پالمیرا ښار کې ثبت شوې ده.

د پالمیرا تاریخي ښار د مې په میاشت کې د اسلامي دولت ډلې لاس ته ولوید. د اسلامي دولت ډله د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د موصل ښار له نیولو سره د عراق او سوریې د ډیرو برخو په نیولو وتونیده.