1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دیجیتاله زمانه کې د کتاب مقام

پېترا لمبېک/عبدالباري حکیم۱۳۹۲ مهر ۲۱, یکشنبه

ډیری خلک اوس د الیکترونیکي کتاب له نوم سره آشنا دي. خو دا چې دا ډول کتاب د لوستلو په فرهنګ کې څه بدلون راوړي او یا یې راوستلی شي، د فرانکفورت د کتاب په نړیوال نندارتون کې یې مینه وال له نژدې څخه لیدلی شي.

https://p.dw.com/p/19ymG
انځور: Frankfurter Buchmesse/Alexander Heimann

«زه فکر کوم چې الیکترونیکي کتاب د هغې تکنالوژۍ په توګه پاتي کیږي چې تشه به ور سره ملگرې وي. دا په حقیقت کې یوه انتقالي تکنالوژۍ ده.» دغه خبره د فرانکفورت په نړیوال نندارتون کې لیکوال، بلاګر او د ویب پاڼو کار پوه زاشا لوبو، په ډیره لمسونکي توګه کوي.

ښایي وجه یې دا وي چې لا تر اوسه الیکترونیکي کتاب په دغه نندراتون کې د بحث وړ یوه موضوع پاتې شوې ده. خو د زاشا لوبو، نیوکه د دیجیتال خپرونو ته ځیر نه ده، بلکه د دې واقعیت پر ضد ده چې ډیری الیکترونیکي کتابونه چې د خپروونکو مؤسسو له خوا خپاره شوي دي، د دې پر ځای چې د کتاب په توګه خپل ځانګړی شکل ولري، یوازې د پخوانیو چاپي کتابونو نسخې دي:

«الیکترونیکي کتابونه یوازې هغه څه دي چې له نورو کتابونو څخه په دیجیتالي توګه رانقل شوي دي، خو په زړه پورې پوښتنه دا ده چې انټرنیټ او ټولنیزې رسنۍ له کتاب څخه څه جوړول غواړي.»

«خلک هغه کتابونه رانیسي چې پرې خبرې روانې وي»

نوموړې پوښتنې ته لیکوال او بلاګر لوبو، له خپل نوي انګریزي ژبې «سوبوکس» نومې شرکت سره ځواب ورکوي چې د تیرې چهار شنبې په ورځ یې د آن لاین له لارې خپور کړ. دا د کتابونو هغه یو ډول انټرنیټي پلورنځی دی چې سړی مجبوره نه دی چې ټول کتاب «ډاون لوډ» کړي، بلکه په خپله انټرنیټي پاڼه کې لوستل کیدای شي، هغه په بشپړه توګه په انټرنیټ کې پاتې کیږي.

د نوموړي لیکوال په نظر، د دې کار ګټه دا ده چې سړی کولای شي د دې کتاب ځینې برخې یا جملی را واخلي او له نورو سره یې په ټولنیزې میډیا کې تر بحث لاندې ونیسي: «هرکله چې یو څوک د اړیکو د ټینګولو په لټه کې شي، د بیلګې په توګه په فیس بوک کې، نو سمدلاسه د کتاب په هغې برخې باندې کلیک کوي چې پرې بحث غواړي.» نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «په دغه ځای کې سړی کولای شي چې یوه تبصره ولیکي، تر څو بحث د کتاب پر سر پیل شي.»

که څه هم د کتابونو دغې انټرنیټي پلورنځي ته سړی آزاد لاس رسی لري، خو په عین وخت کې د کتاب د امتیاز حق خوندي پاتې کیږي، هغه داسې چې: په ټولیزه توګه د کتاب تر اتو پاڼو پورې سړې پرته له کوم خنډ څخه لوستلای شي، خو که یو څوک د ټول کتاب له لوستلو سره لیوالتیا لري، هغه کولای شي چې په مستقیمه توګه په انټرنیټ کې هغه راونیسي.

د کتاب د پلورنځي خاوند لوبو، پر دې باندې «ټولنیز پلور یا خرڅلاو» نوم ایښی دی: «خلک هغه کتاب رانیسي چې پرې زیاتې خبري کیږي او ټولنیزه میډیا هغه ټاټوبی دی چې هلته بحث کیدای شي.» خو لیکوال او بلاګر زاشا لوبو، اعتراف کوي چې دغه انټرنیټي کتاب پلورنځای لاتر اوسه په آزمایښتي پړاو کې دی. دا چې خلک به څه ډول بحث وکړي او اغیزې به یې څه وي، دا به په راتلونکو اونیو کې ښکاره شي: «موږ اوس دا تر آزموینې لاندی نیولې ده. خو زه فکر کوم چې یو کتاب یو ډیر منظم ټاتوبی دی، چیرته چې سړی پر کتاب بحث کولای شي.»

الیکترونیکي کتاب په خپل ډول کې یوه ځانګړې بڼه

یو بله لوستونکي او لیکواله نیکولا ریشتر، هم په دې نظرده چې د الیکترونیکي کتاب بڼه باندې په رښتیني توګه ډیری خلک سم نه دي پوه شوي. هغې څو میاشتې مخکې د «میکرو تکست» په نامه د «لنډو دیجیتالي متنونو» له پاره یو انټرنیت پاڼه جوړه کړه.

ریشتر وایي چې د هغې د دې کار دلیل دا وو چې هغې په دیجیتالي خپرونو کې یوه تشه پیدا کړه: «خبره دا وه چې ما د لوستونکې او د لیکوالې په توګه وموندله چې زه ډیر مسایل په خپل موبایل تیلفون کې لولم. نو زما غوښتنه دا وه چې یوه خپرونکي مؤسسه ماته لڼد متنونه د موبایل له لارې راواستوي تر څو کله چې په لار یم، هغه ولولم.»

خو دا چې بلې کومې مؤسسې دا کار ونه کړ، نو هغې خپله ملا وتړله او دا کار یې وکړ. هغه وایي چې د هغې خپروونکي مؤسسه په بشپړه توګه دیجیتال ده. هغه هر درې میاشته وروسته دوه متنونه چې سړی کولای شي د سمارت یا ځیرک تلیفون، الیکترونیکي ریدر، تابلت یا د کمپیوتر له لارې ولولي، د یوې پیالې قهوې د قیمت یعنې ۲،۹۹ یورو په بدل کې خپروي.

د نابودۍ پر ځای ځانګړو برخو ته پاملرنه

د تفریحي کتابونو خپرونکي آلماني مؤسسه، «باستای لویب» د فرانکفورت د کتاب د نړیوال نندارتون په پیل کې داسعارو په بازار کې خپل سهمونه پلورلو ته وړاندې کړل ترڅو د خپلې مؤسسې د دیجیتالي کولو له پاره مالي سرچینې پیدا کړي.

دغه شرکت اوس غواړي چې د چین او امریکا په شمول د کتاب دیجیتال بازارونه راخپل کړي. د نوموړي شرکت د اداري چارو مدیر، توماس شیراک وویل: «اوس زموږ د کتاب پلورلو ۱۷ سلنه دیجیتال برخه جوړوي.» په ټولیزه توګه په آلمان کې د کتاب په بازار کې د دیجیتال یا الیکترونکي کتاب ونډه کمزورې ده.