1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۳ پولیس ووژل شول

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعه

د جمعې په ورځ په کندهار او ارزګان ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې دوه بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۱۳ تنه پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوی دی. په یوې بلې پېښه کې د سړک د غاړې یوه ماین دوه تنه ملکيان وژل دي.

https://p.dw.com/p/192pg
TO GO WITH Afghanistan-unrest-police-by Joris Fioriti In this photograph taken on December 18, 2012, Afghan Local Police (ALP) personnel jump from their vehicle as they train and practice retention techniques during a basic police training course in Goshta district of Nangarhar province. The Afghan Local Police, branded by some critics as an incompetent Taliban-linked militia, is one of the many security challenges facing the country as international troops withdraw. Only founded in 2010, the ALP is tasked with community-level policing to suppress violence in some of Afghanistan's most dangerous and remote areas, and despite its many opponents it has had some success. AFP PHOTO/SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)
Afghanistan Lokale Polizeiانځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

په ارزګان ولایت کې د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو په یوه مرکز کې خپل چاودیدونکي مواد منفجر کړي دي. په دې پېښه کې ۱۲ تنه پولیس وژل شوي دي. چاودنه د پولیسو په طعامخانې کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې هغوی د غرمې د ډوډۍ پر خوړلو بوخت ول.

د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت، ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې دا خبره روښانه شي چې ځانمرګی برید کوونکی څرنګه د ورځې په ۱۲:۳۰ بجو له درو امنیتي پوستو څخه په تیریدو توانیدلی دی.

د همت زیاته کړې ده چې په یوې بلې پېښې کې یو هلک او نجلۍ خپل کور ته د تلو پر مهال د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شوي دي چې په پایله کې یې دواړه وژل شوي دي.

له بلې خوا د کندهار په سپین بولدګ ولسوالۍ کې هم په یوې سرحدي پوستې کې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې یو تن پولیس او یو تن ملکي وګړی وژل شوی دی. د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل، ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د افغانستان او پاکستان پر پوله، دخولي دروازې ته نزدې خپل ځان چولی دی.

د افغانستان سرحدي پولیسو ویلي دي چې په چاودنه کې وژل شوی کس د هغوی سیمه ییز قوماندان وو او ښايي د برید اصلي هدف هم همدغه چارواکی وو. په دې برید کې د پولیسو یو بل چارواکی ټپي شوی هم دی. د افغانستان د سپین بولدګ ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري چې هره ورځ یې له لارې په زرهاوو کسان افغانستان ته تګ راتګ کوي.

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرزاق، ویلي دي چې دغه ځانمرګی برید کوونکی له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی وو او کله چې د پولیسو له خوا د تلاشي له پاره ودرول شو نو هغه خپل ځان ته انفجار ورکړ.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو افغان چارواکي تل د دغه شان بریدونو پړه پر طالبانو باندې اچوي. طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې یوازې د جوزا په میاشت کې په بیلابیلو پېښو کې له ۳۰۰ څخه ډیر پولیس وژل شوي دي.