1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوو جوماتونو کی د ځانمرګو بریدونوعاملین ونیول سول

۱۳۸۹ بهمن ۱۵, جمعه

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چی مخالفین اوس له جوماتونو او دیني مدرسو څخه د حکومت ضد فعالیتونو د تنظیمولو لپاره کار اخلي. هغه اداره وایی چی د جوماتونو او لمونځ کونکو امنیت باید خوندی وساتل شی

https://p.dw.com/p/Qy7x
په کابل کی د یو جومات انځور چی د هغه مخکی د خلکو ګڼه ګوڼه لیدله کیږی
په کابل کی د یو جومات انځور چی د هغه مخکی د خلکو ګڼه ګوڼه لیدله کیږیانځور: picture-alliance/ ZB

دغه مسله پر داسي محال بربنډه سوه چی افغان استخباراتو په پلازمینه کابل کی په دوو جوماتونو کی په لسګونو کیلوګرامه چاودیدونکي توکي او انفجاري مواد چی د ځانمرګو بریدوړنو لپاره برابر سوي ول ونیول سول.

د پټ څاري اداری ویاند وايي چی دغو کسانو هم له دغو دوو جوماتونو د تخریبي عملیاتونو بریدونه جوړول او هم یی غوښتل په وروستي پړاو کی همدا دوه جوماتونه والوزوي.

لومړی جومات د چهار کلا د سیمي د حضرت عمر فاروق جومات وو.د ملي امنیت اجنټانو د شپي په تیاره کې په دغه جومات چاپه واچوله.

د جومات خطیب عبدالرحمان او یو بل کس په دغه چاپه کې ونیول سول.

د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل وايي چی دغو کسانو په پاکستان کي ترهګریزي زدکړي کړي وي او د حقاني له ډلي سره يي اړیکي لرلي چې غوښتل يي د کابل ښآر د نړیوال هوایي ډګر په دروازه او همدا راز د شش درک په سیمه کي غبرګ ځانمرګي بریدونه تر سره کړي.

د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل وویل چی مخالفین اوس خپلو جګړیو تکتیکونو ته بدلون ورکوي او زیاته یی کړه: «د دښمن په تکیتک کی چی کوم بدلون راغلی هغه دا ده چي هغوي په کابل او ولایتونو کی له دیني مدرسو او جوماتونو د پټن ځایونو او د بریدونو د پلانونو د جوړولو لپاره کار اخلي».

د ملي امنیت ادارې د کابل په دوو جوماتونو کی د ځانمرګو بریدونو د پلانونوکو تر نیولو وروسته له خلکو غوښتي څو له دي وروسته جوماتونو ته د شکمنو خلکو له ننوتو مخ نیوی کړي. مشعل وویل:«په کابل کې چې څو بریدوړنه سوي انفجاري مواد او ځان وژونکي یی د طالب او مسافر په نامه په جومات کې ساتل شوي وو چې پس له دې باید مقتدیانو دغو پیښو ته پام وکړي.»


پر همدې مهال د کابل د پل چرخي سیمي د جومات خطیب له دوو نورو کسانو سره یو ځای د ځان وژونکو او چاودیدوړنکو توکو د ساتلو په تور نیول سوی دی.

پټ څاري اداره وايي چی د غو کسانو د کابل پلچرخي په واټ د ملي اردو په موټرو او همدا راز د علاو الدین په سیمهه کې د پوځ په سرتیرو په شویو قاتلانه بریدونو کی لاس درلود.

د ملي امنیت اداره وايي چې د کابل په وزیر اکبرخان مینه کی د فاینست په عصري پلورنځي د تیري جمعې د ځانمرګي برید سمبالونکي یی هم نیولي دي. په دغه برید کی نهه تنه مړه او شپږ نور ژوبل سوي وو.

دغه اداره د افغانستان د ملي امنیت مامورین په نړیوالو معیارونو برابر بولي چی پر وینا یي د ملک دننه یي د اتیا سلنه ترهګریزو بریدونه شنډ کړي دي.

د ملي امنیت ریاست د حقاني شبکه چی ویل کیږي ځالي یې د پاکستان په میرانشاه او د افغانستان په خوست او پکتیا ولایتونو کي دي په ملک کی دننه د ډیرو ځانمرګو بریدونو تنظیمونکي بولي.

کابل – میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباری