1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوشنبه کی سیمه ایز څلور اړخیز کنفرانس

۱۳۹۰ شهریور ۱۱, جمعه

د روسیی ولسمشر میدودیف وایی چی د افغانستان او د سیمی د هیوادونو برخه ليک باید د سیمه ایز قدرتونو له خوا وټاکل شی. میدودیف دا خبره نن په دوشنبه کی د تاجکستان، روسیی، افغانستان او پاکستان په یو سیمه ایز کنفرانس کی وکړه

https://p.dw.com/p/12RyR
د روسیی، پاکستان، افغانستان او تاجکستان ولسمشران
د روسیی، پاکستان، افغانستان او تاجکستان ولسمشرانانځور: AP

د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې نن د نوموړو څلورو هیوادونو یوه سر مشرایزه پرانیستله شوهږ په دغی غوندی کی هغوی  په دی هکله خبری کوی چی څرنګه  د منځنې آسیا له لارې  د نشه یی توکو د قاچاق مخه ونیول شي.

په دغه سرمشریزه کې د روسیي، افغانستان، پاکستان او تاجکستان مشرانو ګډون  کړی دی.

خو په دغی غوڼدی کی نه یواځي   د نشه یی توکو د قاچاق او د سیمی د هیوادونو تر منځ د خپلمنحی  تجارتی اړیکی پر سر خبری کیږی، بلکه د سیمی د امن او ثبات هم د هغی مهمه اجنداء ده.

د روسیي ولسمشر، دیمتري میدیدوف له افغان ولسمشر حامد کرزی سره په لیدنه کتنه کی وویل:« روسیه چمتو ده افغانستان سره  د اقتصادی او امنیتی برخو په شمول په ټولو نور ساحو کی  مرسته وکړی»

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې د امنیت په ساحه کې په افغانستان کې رامنځ ته کیږي له پایلو یې مونږ هم متاثره کیږو نو د همدی له کبله باید مونږ د منطقه وې سازمانو ترمنځ همکارۍ لا پیاوړی کړو.»

 د میدودایف له دی یادونی سره داسی ښکاری چی روسیه هڅه کوی  په سیمه کی د امريکا متحده ایالاتو د نفوذ د مخنیوی په موخه افغانستان ته د یو نوی ستراتيژیکی او اقتصادی پلان وړاندیز وکړی.  افغانستان ته د ماسکو دا وړاندیز په داسی وخت کی عنوانیږی چی له واشنګتن سره د کرزی اړیکی  تراوسه پوری لا سمی رڼي شوی نه دی.

 د پاکستان ولسمشر  آصف علي زرداري سره هم  په دغه کنفرانس کی ګډون لری.

د کریملن ماڼې چارواکو د کنفرانس له پیل څخه مخکی  وویل چې د حامد کرزي سره به په غونډه کې سیمه ایزه شخړي، ترهګري او د سوداګري په سر خبري اتري به د دغي غونډې اصلي ټکي وي.

د کریملین ماڼې یو ویاند خبریالانو ته  وویل چې میدیدوف به له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه وغواړي چې افغان دولت  د نشه یی تړکو  د کرلو پر ضد  په مبارزه کی خپل هڅی ګړندی کړی.هغه زیاته چې د ماسپښین وروسته به میدیدوف د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري سره وګوري. پدغه کتنه کې به د اقتصادي مسایلو په ځانګړي توګه د انرژی او سوداګري په اړه خبري وشي.

روسیي رسنیو خبر ورکړې چې اټکل کیږي د روسي ولسمشر به د تاجکستان څخه یو ځل بیا وغواړي چې د تاجکستان په جنوبي څنډه کې د خپلې پولو د ساتلو لپاره نور پولیس په دندو وګماري، ځکه چې د دغه لاري زیاتره هیروین او مخدره توکي د اروپا په لور انتقالیږي.

خو د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمانوف، په تیر وخت کې د روسي دا غوښتنه رد کړې وه چې ګواکې د روسي سرحدي پوځونه دې په تاجکستان کې په دنده وګمارل شي.  هغه وویل چې دوشنبه د دې وړتیا لري چې پرته د بهرنیو مرستو خپلي پولي وساتي.

 

اژانسونه/ سید ریاض

کتونکی: عبدالباري حکیم