په دوا لړل شوې پشه خانې فايده لري يا نقص ؟
۱۳۹۰ شهریور ۱, سهشنبهپه دې وروستيو کالونو کې داسې پشه خانې هم ډېر استعمال لري چې په دوا لړل شوې وي. د حشراتو په وړاندې په دوا لړل شوې پشه خانې د يوې علمي څېړنې په اساس ښايي، د فايدې پر ځای لا زيات نقص ولري.
د سنېګال هېواد د پرمختيايي چارو د څېړنو د انستيتوت لخوا يوه اوږدمهاله څېړنه دا ښېي چې د وخت په تېرېدو سره ماشي د دوا په وړاندې معافيت تر لاسه کوي. له بلې خوا د ملاريا لرونکو هېوادونو اوسېدونکي پخپله، چې د کالونو په اوږدو کې يې د ناروغۍ د عامل په مقابل کې بدني مقاومت تر لاسه کړی، دغه معافيت د لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې د ماشو عمومي تعداد کم شوی وي. خو کله چې د دوا په وړاندې مقاوم ماشي زيات شي، نو خلک ورته تسليم وي او په وړاندې يې بدني معافيت نه لري.
«دغه پېښې د اندېښنې وړ دي.» دا څرګندونې ښاغلي ژن فرانسوا تراپ وکړې چې يو تن څېړونکی دی. محققينو د سنېګال په زړه کې تقريبا ۵۰۰ تنه کليوال معاينه کړل او همداراز يې د ملاريا د لېږدونکو ماشو د تعداد په اړه تحقيقات وکړل. هغوی خپلې څېړنې شروع کړې په داسې حال کې چې پوره درې کاله پخوا په دوا لړل شوې پشه خانې په خلکو باندې ووېشل شوې. د دوو کالونو په ترڅ کې د ملاريا ناروغي ډېر ژر کمه شوه او د پخوا په پرتله د ناروغۍ کچه ۹۰ سلنه راټيټه شوه.
خو هغه ماشي چې آنوفېلس ګامبيای نوميږي او د دوا په وړاندې مقاومت لري، پنځه چنده زيات شول. له دې امله د ملاريا ناروغي بېرته همغې پخوانۍ کچې ته ورسېده. د نړۍ د روغتيا سازمان په وينا په ۲۰۰۹ م کال کې ۷۸۱ زره انسانان د ملاريا د ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
ليکونکی: نسيم صابر
کتونکی: سيد رياض