1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دنهاګ کې نړيواله محکمه د قفقاز د لانجې په اړه سلا مشوره کوی

۱۳۸۷ شهریور ۲۱, پنجشنبه

په دنهاګ کې نړيواله محکمه د ګرجستان او روسيې د لانجې په هکله د ګرجستان د حکومت په دعوا غور کوی.

https://p.dw.com/p/FG4T
په دنهاګ کې نړيواله محکمه
په دنهاګ کې نړيواله محکمهانځور: AP

د محکمې په دريو لومړيو ورځو کې د ګرجستان خوا په روسيې تورلګاوه چې له سويلی اوسيتيا او ابخازيا څخه يي ځايي اوسيدونکی شړلی دی. روسيه بيا ګرجستان د دغو سيمو په نورو پرګنيزو ډلو د زورزياتی مسؤل ګڼی. خوپدې هکله پريکړه چې دغه قضيه به د نړيوالې محکمې لخوا ومنل شه که نه، ښايي څو اونی وروسته وشی. لودګر کاچميرچاک په دې اړه رپوټ راکوی:

دواړو خواوو زيات شمير حقوق پوهان، د پرګنو د حقونو کارپوهان او سياستوال راوستی وو څو پنځلسو تنو قاضيانو ته دا وپوهوی چې د دوی له نظره چا، څنګه او څه وخت د قفقاز لانجه رامنځته کړيده. د ګرجستان د حکومت له نامه څخه د کمبريج پروفيسور جيمز کروفورد داسې روښانه کړه.

«په دې قضيه کې خبر له ګرجستان او د ګرجستان له نوروليرې پرتو سيمو په تيره له ابخازيا او سويلی اوسيتيا او په خاصه توګه له ګوري څخه د ځايي وګړو د تصفيې او شړلو پر سر ده. دا د نژادی توپیر يوه افراطی بڼه او له نړيوالو تړونونو څخه سرغړاوی دی».

لنډه موده وروسته د روسيې له بهرنيو چارو له وزارت څخه رومان کولودکين اجازه درلوده چې د خپل هيواد د حکومت لخوا ځواب ورکړی:

«د اوږدې مودې سياست د منطقی پايلې په توګه د ګرجستان لخوا وسله واله لانجه د اګست د مياشتې په اوومه شپه پيل شوه. لا د نويمو کلونو په پیل کې ګرجستان د ګرجستانيانو لپاره ملی شعار پلی کړی وو.»

Georgien mit der Region Abchasien Karte Grafik
انځور: AP

کولودين وايي چې روسيې بله لار نه درلوده، غير له دې نه چې خپل ځواکونه ابخازيا او سويلی اوسيتيا ته وليږی. دا د روسی سرتيرو مسؤليت وو، چې د خپلواکې لپاره په مړه کيدونکو ولايتونو کې له خپلو وطنوالو څخه ملاتړ وکړی.

مخکې تر دې د ګرجستان د عدليې وزيرې تينا بورياليانی له محکمې څخه هيله وکړه، داسې څه وکړی چې د ګرجستان پرګنې د روسي ځواکونو لخوا له تبعيض څخه وساتی. ده په مسکو تور ولګاوه، چې د ګرجستان ځمکنی بشپړتيا له خطر سره مخامخ کوی.

«که څه هم چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې بشری حقونه او د نژادی توپیر د له منځه وړلو تړونونه شته. خو ګرجستان د داسې يو ګاونډی هيواد په سيوری کې دی، چې هڅه کوی د ګرجستان خپلواکی، د تجزيې اوقبضې له لارې سپکه کړی».

د نژادی توپير تور د روسيې د پلاوی مشر کولودکين په ځان پرې نه ښود. او وي ويل چې دلته خبر په تبعيض نه، بلکې په سويلی اوسيتيا باندې د ګرجستان په يرغل ده. وروسته له هغه مسکو په لانجه کې ځان ښکيل کړ. کولودکين له دې امله وايي:

» زموږ په ګمان دغه محکمه د دې قضيې دنده نه لری. موږ غوښتنه کوو چې د ګرجستان دغه هڅه رده کړی. دا قضيه بايد له اجندا څخه وايستل شی.«

دقيق په همدی اړه بايد په راتلونکو اونيو کې قاضی پريکړه وکړی. که دوی د ګرجستان په قضيه غور په غاړه واخلی، د تيوری له پلوه کولای شی له مسکو څخه له ګرجستان نه د وتلو غوښتنه وکړی.