په دنهاګ کي د افغانستان په هلکه نړيواله غونډه روانه ده
۱۳۸۸ فروردین ۱۱, سهشنبهد افغانستان په هکله کوم نړیوال کنفرانس چي نن د هالنډ په پلازمېنه دنهاګ کي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون په وینا سره پيل سو، په هغه کي د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلینټن يو ځل بیا داخبره جوته کړې ده چي هیواد يې غواړي طالبان دې ته را وهڅوي تر څو د زور زیاتي او تند لارۍ څخه لاس واخلي چي په دې صورت کي به په پټ او ویاړ سره له دوی سره روغه جوړه وشي.
دکلینټن په عقيده بايد د افغانستان د حکومت د هغه هلوڅلو ملاتړ وسي چي غواړي منځ پلوه طالبان کوم چي د القاعدې له ډلي څخه جلا سوي هغوی ته په مدني ټولنه کي د بيرته ور ګډېدلو چانس ورکړل سي.
مخ کي له دې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت معين محمد مهدي اخندزاده دې ته خپل چمتووالی ښودلی چي دده هيواد به په افغانستان کي د سولي او ثبات د منځ ته راتلو په لاره کي خپله ونډه تر سره کړي. اخندزاده د نشه يي توکو پر ضد په مبارزه کي هم د خپل هيواد د مرستي چمتوالی څرګندکړی. خو هغه د افغانستان د هغي نوي ستراتيژۍ په هکله چي د امریکا له خوا وړاندي سوې خپله خوشبيني نه ده ښودلې او يوار بيايې دا خبره په ډاکه کړې چي په افغانستان کي د بهرنيو هيوادونو شته والی او زياتوالی به په دغه هيواد کي د سولي او ثبات له پاره ګټه ونه رسوي.
ولسمشر حامدکرزی په دې غونډه کي دې ته خپل چمتوالی ښودلی چي دده حکومت به د اداري فساد پر ضد په کلکه مبارزه وکړي او ددغه هيواد په اداري سيسټم کي به بنيادي سمښتونه راسي.
د افغانستان په هکله د دنهاګ په نړيواله غونډه کي د افغانستان له پاره د المان خاص استازي بيرند موتڅل بورګ و خپلو امريکايي او فرانسوي سيالانو ريچارد هولبروک او پېرليشې ته بلنه ورکړې چي سبا برلين ته راسي تر څو د افغانستان پر موضوع باندي سره وږغيږي.
Agenturen/ضياالحق فضلي
کتونکی: زيارمل