په دغو پيسو سره به ۲۰۰۰ مکتبونه جوړ، يا بيرته ترميم سي
۱۳۸۶ اسفند ۲۹, چهارشنبهاعلان
د KfW په نامه پرمختيايي بانک او د ښووني او روزني وزير محمد حنيف اتمر تر منځ د چارشنبې په ورځ په فرانکفورت کښي په دغه هکله يو قرارداد امضآ سو .
دغه پيسې به ددې سره کومک وکي ،چه د ۶۵۰۰۰۰ کوچنيانو دپاره ۲۰۰۰ مکتبونه يا نوي جوړ ، او يا بيرته ترميم سي ، او همدارنګه به د معلمانو د سويې د لوړولو دپاره پکار ولويږي . لکه ځنګه چه بانک خبر ورکۍ ، دغه پرمختيايي بانک د جرمني په نمايندګي د ۲۰۰۱ عيسوي کال راهيسي دافغانستان په شمال شرق کښي تعليمي پروژې پر مخ بيايي، او تر اوسه پوري يې په دغه لار کښي ۲۷ مليونه ايرو په مصرف رسولي دي .