په دغو هيوادونو کی عسکري اجباري ده
په ټوله نړۍ کي امنيت يوه مهمه موضوع ده. هيوادونه نه يوازي کوښښ کوي چی په عصري پوځي تجهيزاتو خپل وسله وال پوځونه سنبال کړي، بلکه د عسکرو شمېر ته هم ځانګړې پاملرنه کوي. اجباري عسکري لرونکي څو مهم هيوادونه دلته وپېژنۍ:
اسرائيل
په اسرائيل کي نارينه ؤ او ښځو ته په يو شان عسکري اجباري ده. خو هغه مېرمني چي حامله وي او يا بعضي ځانګړي مذهبي عقيدې ولري، هغوی له دغه مکلفيت څخه استثنی دي.
ناروې
د ناروې هيواد پارلمان په ۲۰۱۳ کال فيصله وکړه چي عسکري به د مېرمنو له پاره هم اجباري وي. په دې توګه د دغه هيواد مېرمني په ۱۹ مياشتي پوځي تربيې مکلفي دي.
شمالي کوريا
په شمالي کوريا کي هم عسکري د نارينه ؤ تر څنګ د ښځو له پاره اجباري ده. خو دا چي په کوم شمېر مېرمني هر کال عسکري کوي، په هکله يې معلومات نسته.
تايوان
د تايوان په هيواد کي پر شرايطو پوره نارينه ؤ او ښځه عسکري اجباري ده. خو په هوايي ځواک کي د مېرمنو له پاره استثناوي سته. په زياته بيا د جګړې په وخت کي ښځي په عسکرۍ مکلفې نه دي.
ايران
د ايران په هکله ويل کيږي چي په نړيوال معيار عصري نظامي تجهيزات نه لري خو بيا يې هم يو قوي پوځ جوړ کړی دی. په دغه هيواد کي عسکري اجباري ده او د عراق سره د اوږدې جګړې وروسته يې اوس بېرته خپل پوځ پياوړی کړی دی.
الجزاير
الجزاير چي د خپلو ګاونډي هيوادونو سره اړيکي ښې نه دي، پکښي پر هر نارينه د ۶ مياشتو عسکري کولو مکلفيت دی. د هغه وروسته ۱۲ مياشتي ملکي خدمت هم شامل دی.
ترکيه
په ترکيه کي د ۲۰ او ۴۰ کالونو تر منځ عمر لرونکي نارينه په عسکري کولو مکلف دي. خو که يو څوک په تحصيل يا ځانګړو زدکړو اخته وي، نو د هغه له پاره بعضي آسانتياوي او استثناوي موجوده دي.
روسيه
د شوروي وارث هيواد روسيې د شوروي د ړنګېدو وروسته هم اجباري عسکري ساتلې ده. که څه چي په ۲۰۰۸ کال د اجباري عسکرۍ په موده کي يو څه لنډوالی رامنځ ته کړل سو، خو اوس هم روسي نارينه په عسکري مکلف دي.
چين
د چين هيواد نه يوازي د پوځي تجهيزاتو او کلنۍ جګي پوځي بوديجې له پاره په نړۍ کي بې ساری دی، بکله په دغه هيواد کي عسکري هم اجباري ده.