په دار فور کي د نړیوالو ځواکونو څلور سرتېري وژل سوي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۳, پنجشنبهاعلان
د سودان پر ناارامه سیمه دارفور باندې د یوه برید په پایله کې د نړیوالو ځواکونو څلور تنه سرتیري وژل سوي دي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتو یوه ویاند په نیویارک کې ویلي په نړیوالو ځواکونو پورې تړلي دغه نایجیریایي سرتیري د ګزمې پر وخت تر برید لاندې راغللي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه برید په کلکه غندلی دئ او له دواړو دښمنو ګوندونو څخه یې غوښتي دي چې د سولې د ماموریت له استازو سره په ګډه کار وکړي.