1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دارفور کي اوربند بيرته مات اونوی تشدد رامنځته سوی دی

۱۳۸۸ اسفند ۱۲, چهارشنبه

د سوډان پر حکومت نوي تورونه لګيدلی دی : ويل کيږی چې د سوډان هوايی ځواکونو د روسی انتونوف الوتکو په واسطه په وروستيو ورځو کې د دارفور په جبل ماره کې له 230 څخه ډير ملکی کسان وژلی دی

https://p.dw.com/p/MIJV
په دوهه کي د سوډان د حکومت او يوې مخالفي ډلي تر منځ د اوربند امضأ کيدل
په دوهه کي د سوډان د حکومت او يوې مخالفي ډلي تر منځ د اوربند امضأ کيدلانځور: AP

داخبر د سوډان د ياغيانو د هغه سازمان د منځلاري پوځ مشر «عبدالوحيد نور» ورکړی دی چې د سولی په نويو خبرو کې برخه نه لري . د سوډان د منځلاري پوځ يا ( اِس اِل اِ) وياند يحيي بلاد، دويچه ويلې ته وويل:

« دا د سوډان د رژيم لپاره نورماله خبره ده چې پر ملکي کسانو باندي بريد وکړي . په تيره بيا زموږ په سيمه جبل ماره کې . دا يو بالکُل نورمال فعاليت د . له 2002 کال څخه دوی په دارفور کې ملکي کسان وژني، او کلي سوځوي . تړون هيڅ ډول سوله نه شي راوستی . يوازينی تړون چې کولای شي سوله راولي، دادی چې په دارفور کې خلک د پريکړې کولو ته پريښودل شي .»

د سوډان پوځ دا خبره ردوي چې په دې سيمه کې يې له درنو وسلو څخه کار اخيستی دی . يوه وياند د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چې هلته د ياغيانو کوم منظم جوړښت نه شته . څرنګه چې دی وايي ځيني وخت وړې نښتی د راغلو جنګياليو سره رامنځته کيږي . خو د جبل مارې له غرنۍ سيمی څخه د وروستيو پراختياوو په هکله تر اوسه کوم بې پلوه معلومات نه شته . د ملګرو ملتونو د سولی مأمورين هم خپله د پيښو په يوې څيړنه کار کوي .

يوه اونی مخکښي داوربندپه خاطر خوشالۍ
يوه اونی مخکښي داوربندپه خاطر خوشالۍانځور: AP

دا لومړی ځل نه دی چې له دارفور څخه بيا د زورزياتي رپوټ ورکول کيږي . د فبرورۍ د مياشتی په وروستيو کې د سوډان ولسمشر عمرالبشير د جګړې پای اعلان کړ . ده د قطر په پلازمينه دوها کې د ياغيانو له اهمی ډلی، دعدالت او مساوات له غورځنګ سره د اوربند تړون لاسليک کړ . د (اِس اِل اِ) ډلې لا د تړون د لاسليک په ورځ حکومت تورن کړ چې د جبل مارې په سيمه يې بريد وروړی دی . د مرستی رسونی ټولنی هم د فبرورۍ د مياشتی له پای څخه په سيمه کې د جګړو رپوټونه ورکوي . د ساري په ډول د «نړۍ د ډاکټرانو» له ټولنی څخه ليسيا فيسڅاک د نښتو داسی پخلی کوي :

« په جبل ماره کې جګړه کيږي ... ملکي کسان په تيښته کې دي . موږ اټکل کوو چې په جبل ماره کې څه نا څه 10000 تنه په تيښته کې دي . او د دوی لپاره هيڅ غم هم نه دی خوړل شوی . موږ بايد د دغو نښتو له کبله خپل ټيم هم خوندي ځای ته ليږدولی وای .»

په واقعيت کې د ملګرو ملتونو او د افريقايي ټولنې ګډ مأموريت «يوناميد»، دارفور ته تر اوسه وعده شوي توکي او مأمورين، چې دوی ورته د اوربند د مؤثرو څارلو لپاره اړتيا لري، نه دی رسولی . حتی د منل شويو سرتيرو نيمايي برخه هم سيمی ته نه ده رسيدلې . په جبل ماره کې د ملګرو ملتونو د سولی ځواکونه نه شته .

هايدل بيرګ/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري