1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې ښځو ته کاري فرصتونه برابر شوي

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۲ اردیبهشت ۶, جمعه

که څه هم پخوا په خوست کې د کلتوري ملحوظاتو له امله ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار کولو اجازه نه ورکول کيده، خو په دې وروستيو وختونو کې دا دود بدل شوى دی او د خوست ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار ښه شرايط برابر شوي دي.

https://p.dw.com/p/18Ny8
انځور: DW

دا مهال د خوست په مرکز او ولسواليو کې ٨٠ زره نجونې د زده کړو له پاره ښوونځيو ته ځي. يو شمېر نجونو لوړو زده کړو ته هم لاره پيدا کړي چې د خوست په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې لسګونه نجونې په زده کړو بوختې دي.

د معارف ترڅنګ دا وخت يو شمېر نجونو او ميرمنو په دولتي ادارو، روغتونونو، غېرې دولتي مؤسيساتو او آن په پوځي برخه کې دندې پيل کړي دی او تر ډېره يې د ښځو په ژوند کې ښه والی رامنح ته کړی دی. د خوست يوه تنه اوسيدونکي عايشه وايي:

«د خوست د خویندو له پاره ډیره د کار زمینه مساعده شوې ده، خصوصا په مرکز کې دغه میرمنې په موسساتو کې کار کوي، په ښوونځیو کې دوی معلمانې دي او د نرسنګ له کورسونو هم یو شمیر میرمنې فارغې شوي دي.»

ښځو او نجونو ته د زده کړو او کاري فرصتونو له برابريدو سره د هغوى په ژوند کې په ټولنيز او اقتصادي لحاظ د پام وړ بدلونونه راغلي.

په خوست کې د مدني ټولنې يوه فعاله کامله اکبري، وايي چې ښځو ته وروستيو فرصتونو، کورنۍ دې ته تياري کړي دي چې خپلې نجونې په ښوونځيو کې شاملې کړي. هغه وايي، اوس د خوست د ښځو په ژوندانه کې بیل مثبت بدلون ليدل کيږي. هغه وایي چې د پخوا په پرتله د ښځو حالات ښه شوي دي.

له بلې خوا د خوست د ولايتي شورا وکيله حمکينه، وايي چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر راکم شوى دی. خو هغې په عین وخت کې په دولت نيوکه وکړه، چې ښځو ته يې هغه ډول پام نه دى کړى، لکه څنګه چې اړتيا ده.

بي بي حمکينې له حکومت څخه وغوښتل د هغو نجونو او ښځو له پاره کورسونه جوړ کړي چې چې د حرفي او سواد د زدکړو څخه بې برخې پاتې دي.

په ورته وخت کې د خوست د ښځو چارو رئيسه ميرمن خاور اميري، وايي چې دوى تل هڅه کړي ده، چې د ښځو د ژوند د ښه والي له پاره، هغوى ته بېلابېل داسې کوروسونه جوړ کړي، چې له يوې خوا کار زده کړې او له بلې خوا د خپلې کورنۍ له پاره پرې حلالې پيسې وګټي.

ميرمن اميري زياتوي چې تېر کال يې د ښځو له پاره د خياطۍ څو کورسونه جوړ کړي ول، چې په پاى کې يې ورته کاري وسايل هم ورکړل. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د خوست په ولسواليو او لیرې پرتو سيمو کې ډېر شمېر بيوزله ميرمنې او نجونې د کار او زده کړو له دغسې فرصتونو څخه بې برخې دي.