1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې د ځمکې پرسر قومي شخړې ٢٢ کسانوته مرګ ژوبله واړوله

۱۳۸۹ مرداد ۲۳, شنبه

دا لومړۍ ځل نه دى چې په خوست ولايت کې د قومونو ترمنځ دغره اوځمکې پر سر وسله واله نښته رامنځته کيږي

https://p.dw.com/p/Onjn
خوستانځور: Pahjwok Afghan News

په خوست ولايت کې کې داسماعيل خيلو ولسوالۍ دحيدرخيلو او ورزې قومونو اوسيدونکو ته هغه وخت درانه مرګ ژوبله واوښته چې ترمنځ يې دغره او ځمکې پر سر قومي اربکيو يو پر بل وسله واله شخړه پيل کړه. دخوست د والي وياند مبارز ځدراڼ وايي چې دغه قومي شخړه نن سهار په سيمه ايز وخت ٦بجې پيل او شاوخوا درې ساعته يې دوام وموند،ښاغلى ځدراڼ زياتوي چې پدې پيښه کې دحيدر خيلو قوم له لوري اووه ٧ کسان وژل شوي او تر لسو پور نور يې ټپيان دي.

د ورزې قوم له لورې هم دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. بل خوا داسماعيل خيلو ولسوال ولي شاه همت په خبره چې پدې شخړه کې د دواړو لوريو څخه يو شمېر کورونو ته اورونه هم ورته شوي او سوځيدلي دمندوزيو يو تن قومي مشر چې د دغه شخړې د اوربند په موخه نوموړي سيمې ته تللى و.

دا لومړۍ ځل نه دى چې په خوست ولايت کې د قومونو ترمنځ دغره اوځمکې پر سر وسله واله نښته رامنځته کيږي بلکې له دې يوه نيمه مياشت وړاندې هم دخوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې دځمکې پرسر ورته وسله واله شخړه رامنځته شوي چې دواړو لوريو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتي وه.

بل خوا نن سهار دخوست مرکز په درې کيلو ميترۍ کې دسيلارنو په نوم دبهرانيو ځواکونو په يوه نظامي اډه يوشمېر توغندي توغول شوي چې يو توغندى يې په کجيرې کلي کې دعامو خلکو په يوه کور را پريوتى او له امله يې ديوې کورانۍ پنځو غړيو ته مرګ ژوبله اوښتي. دسيمې يوه اوسيدونکي قادرشاه وويل چې د دغه توغندي له امله دنوموړي کورانۍ درې ماشومې انجلۍ وژل شوي او دوې ميرمنې ټپيانې دي. کجيرې کلى او دکونډيو سحرا هغه دخوست مرکز هغه سيمې دي چې ترڅنګ يې د سيلارنو په نوم دبهرانيو ځواکونو ستره نظامي اډه قرار لري اود توغنديزو بريدو پرمهال يو شمېر توغندي دعامو خلکو په کورونو را پريوځي چې په تېره څه موده کې تراوسه لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي. تراوسه چا ددې پيښې مسؤليت پرغاړه نه دى اخيستى.

ليکوال: فريدالله ظاهر

کتونکی: احمدولي اڅکزی