په خوست کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبهد خوست ولايت چارواکي وايي چي په ښار کي د بهرنيو ځواکونو د موټر پر کاروان باندي په ځانمرگي بريد کي سخته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د خوست ولايت امنيه قوماندن سردار محمد ځاځي په سيمه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي، چي ځانمرگي بريد کوونکی يو پياده سړی وو چي ځان ئې د بهرنيو ځواکونو د گزمې موټرو ته نژدې هوا ته والوزاوه.
د قوماندان په خبره پيښه د خوست ښار په زړه، سپين مسجد ته نژدې را منځ ته سوې ده.
په خوست کي د يوه شخصي روغتون ډاکټران وايي، چي تر اوسه پوري ئې د ۶ تنو جسدونه او ۲۰ تنه ټپيان چي ټول ملکي وگړي دي او ۲تنه مړي چي پوليس دي ور وړل سوي دي.
دغه راز په خوست کي د ملکي دولتي روغتون مشر مجيد منگل وايي، چي دوی ته هم تر اوسه پوري د ۱۱ تنو جسدونه ۱۶ تنه زخميان ور وړل سوي دي.د منگل په خبره په ټپيانو کي درې تنې ښځي هم شاملي دي.
په خوست کي د روغتونونو چارواکي وايي، چي وژل سوي او ټپي سوي کسان اکثره ئې ملکي وگړي او دوکانداران دي.
په دې پيښه کي په رسمي توگه تر اوسه پوري د بهرنيو ځواکونو د مرگ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي. خو په سيمه کي عيني شاهدانو د دويچه ويله له خبريال سره خپل د سترگو لیدلی حال شريک کړی او وايي، چي د بهرنيانو دوه موټر ويجاړ سوي دي.
د هغوی په خبره يو تن وژل سوی او بل ټپي سوی بهرنی يې په خپلو سترگو لیدلي دي.
د پيښه پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستي او په خوست کي د بهرنيو ځواکونو قوماندانۍ هم تر اوسه په دې اړه څه نه وايي.
د پيښي په اړه بشپړ معلومات به وروسته پر ليکه سي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل