1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي قومي جوړښتونه بيا په راژوندي کيدو دي

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه

له تېرو دوو اونيو راهيسي د خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ اوسيدونکي پخپله سيمه کي د امنيت د ټينګښت او د ناوړو دودونو د مخنيوي له پاره لاس یو کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/13xw9
انځور: DW

د سيمي اوسيدونکي وايي چي د وسله والو غلو شتون، يو شمير ناوړه دودونه او د نشه يي توکو خرڅلاو هغه څه دي چي دولت ئې تر اوسه پوري په بشپړه توگه په مخنیوي کي پاته راغلی دئ.

د خوست ولایت د گربزو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چي اوس دوی پخپله د دغو ستونزو د حلولو له پاره لسټوڼي بډ وهلي دي.

د خوست ولایت قومي مشران وایي چي د سرغړوونکو سره به د قومي غږ له مخی جلند وشي.
د خوست ولایت قومي مشران وایي چي له سرغړوونکو سره به د قومي پریکړي له مخی جلند وشي.انځور: DW

د خوست ولایت قومي مشران وایي چي له سرغړوونکو سره به د قومي پریکړي له مخي چلند وشي.

د ګربزو يوه قومي مشر مستمير خان، د دويچه ويلې پښتو ویبپاڼي ته وويل چي که په کلي او قوم کي کوم څوک غلا وکړي نو په وړاندي به ئې قومي غږ راپوته شي.

نوموړي زیاته کړه چي که د ګربزو کوم اوسيدونکی د غلا او يا د نشه يي توکو د خرڅلاو پر وخت ونيول شي نو هغه به قوم ته يو لک افغانۍ د جريمې په توګه ورکوي او کور به ئې هم د قومي غږ په ترڅ کي وسوځول شي.

د خليل جان په نوم يو تن ځوان چې توپک ئې په اوږه کي وو، وویل: «زه ډیر خوښ يم چي پخپله د قوم د مشرانو په امر له نورو ځوانانو سره یوځای د خپل کور کلي او قوم امنيت ساتم.»

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو څو ورځو کې ئې د موټرو د غلو څو ډلي نيولي دي چي د قومي پریکړي له مخي ورسره قانوني چلند شوی دئ. دا په داسي حال کې ده چي پخوا به هم په خوست کې قومونو پخپله د خپلو سيمو امنيت ساته.

د خوست ولایت اوسیدونکي خپله دغه پریکړه د اټن په کولو او ډول په وهلو سره تجلیلوي
د خوست ولایت اوسیدونکي خپله دغه پریکړه د اټن په کولو او ډول په وهلو سره تجلیلويانځور: DW

د خوست ولایت اوسیدونکي خپله دغه پریکړه د اټن په کولو او ډول په وهلو سره تجلیلوي
په هيواد کي وروستيو جګړو د نورو زيانونو ترڅنګ قومي جوړښتونه هم زيانمن کړي دي خو اوس په خوست کې بيا د قومي جوړښتونو د را ژوندي کولو هڅي رواني دي.

تر دې وړاندي د خوست د صبريو ولسوالۍ، د خوست مرکز متون، شمل او حيدرخېلو قومونو هم په خپل منځ کې ځيني تړونونه کړي ول، چې له مخي به ئې خلک د خپلو سيمو امنيت پخپله ساتي او د هر ډول ناوړو دودونو پر خلاف به مبارزه کوي.

د خوست ولایت د گربزو ولسوالۍ اوسیدونکي دغه کار د محلي پولیسو په چوکاټ که نه تر سره کوي او ورته د قومي غږ نوم ورکوي.

فرید الله ظاهر (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش