1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي روسۍ او چينايي سلاوي نيول سوي

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي تيره شپه يې يو داسي لاری موټر نيولی چي پکښي په لسهاوو روسۍ او چينايي وسلې بار وې. موټر د افغانستان د پلازمېني کابل څخه خوست ولايت ته ور ننوتی.

https://p.dw.com/p/12598
نيول سوي وسلې
نيول سوي وسلېانځور: DW

دا موټر د خوست مرکز اړوند د ښار ختيځ ته د کونډيو په سيمه کې نيول سوى. د خوست امنيه قومندان جنرال سردار محمد ځاځي دويچه ويله راډيو ته وويل، چي دوى له وړاندي داسې کشفي معلومات درلودل، چې په يوه کوچني هينو موټرکي وسلې بار سوي دي او غواړي چې خوست ښار ته داخلي سي.

نوموړى وايي، چي دا موټر له پلازميني کابل څخه راغلى او تر اوسه يې په تور څوګ نه دي نيول سوي.

جنرال ځاځى زياتوي، چي له دې موټر څخه ٣٩ ميله نوي چينايي،روسي او پاکستاني کلاشنکوفونه د دوى لاس ته ورغلي.

امنيتي چارواکي وايي، چي دا وسلې په دې موخه خوست ته راوړل سوي وې، چي وسله والو مخالفانو غوښتل ددې پواسطه ترهګر بريدونه ترسره کړي.

د خوست امنيه قوماندان د دې ترڅنګ دويچه ويله ته وويل، چي دا مهال د خوست په بېلابېلو سيمو کې د افغان ځواګونو ګډ عمليات دوام لري او په لړ کې يې ځيني سپکي وسلې د ځواکونو لاس ته ورغلي.

دا لومړى ځل نه دى، چي په خوست کې پوليس د وسلو يو ډک موټر نيسي، بلکي تر دې وړاندي هم په خوست کې افغان ځواکونو په بېلابېلو وختونو کي ورته وسلې په ډله ييز ډول نيولي، چي له ځينو ګاونډيو هيوادونو څخه د افغانستان پولي ته د خوست ولايت په لاره راوړل سوي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل