په خوست کي د چنار دوديزه مشاعره جوړه شوه
۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د چنار مشاعره د هيواد د ګڼو شاعرانو په ګډونه جوړه شوه او په سږنۍ مشاعره کې د پولې ها غاړي وزيرستان شاعرانو او ليکوالو هم برخه اخيستي وه.
لومړۍ شپه د غزل شپې په نوم د رباب له نري ترنګ سره د شاعرانو د ښکلو نغمو په ويلو سره تر سهاره روڼه شوه.
د چنار مشاعره کې دا ځل تر ډيره شاعرانو د ميني او محبت د خبرو ترڅنګ په هيواد کې رواني ناخوالي او د افغانانو ژوند د شعر په ژبه انځورولې.
که څه هم دا ډول مشاعري آزادې وي، خو شاعرانو تر ډيره د سولې پيغامونه درلودل او وسله وال يې ميني او وروۍ ته رابلل.
په همدې حال کې چنار ماشارې ته له نورو سيمو راغلى مېلمانه، د دا ډول غونډو جوړول، د سولي او ملي يوالي په ټينګښت کې مهم بولي.
له کابل څخه راغلي ليکوال او شاعر عبدالغني هاشمي دويچه ويله ته وويل: «موږ شاعران يو، موږ بل څه نه لرو، فقط پيغام لرو. موږ سولي ته د مينې پيغام ورکوو، څو په هيواد کې امن راشي. دا مشاعري د هيواد د بيلابيلو سيمو د اوسيدونکو ترمنځ د زغم فرهنګ رامنځ ته کوي.»
له ننګرهار څخه مېلمه ليکوال او شاعر لال پاچا ازمون بيا وايي، چې دى د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په دا شان پروګرامونه کې برخه اخلي. هغه د دغسي سترو ادبي غونډو د ارزښت په اړه وايي: «کومي کينې او نفرتونه چې د جګړو په کلونو کې زموږ فرهنګ ته پاته وې، هغه له منځه ځي. افغانان سره يو اتحاد کيږي او ملي يوالى ته ښه کار کيداى شي.»
بله خوا بيا د خوست د چنار مشاعرې پرمهال نن په دغه ښار کي يوه چاودنه شوې چې د دورو تنو پوليسو په گډون پنځه تنه پکښې ټپيان سوي دي. د خوست پوليسو ويلي دي چې چاودنه د يوه ريمونت کنترول بم وه.
هر کال په خوست کې د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره جوړيږي او دا نوم ځکه ورکړل شوى دی، چې د خوست هره سيمه او هر کلى ډير چنارونه لري او تر چنارونو لاندي ډيري مرکې او جرګې کيږي.